نړۍ

د لیبیا وزیري داخله: معمر القذافي به یا ځان وژني یا به قتل کیږي

lybia_protestنن ټکی آسیا: د لیبیا وزیر داخله عبد الفتاح یونس العبیدی د سی ان ان سره په یوه مرکه کې نن وویله چې ده د خپلي دندي څخه استعفاء ورکړه او دا چې دی د معمر القذافي په ضد د اولسي پاڅون ملاتړ کوي، او ده وویل چې ګمان کوم دغه پاڅون به بریالی سي.

ده زیاته کړه چې معمر القذافي به هیڅ کله تسلیم نه سي، هغه به یا ځان ووژني او یا به یې بل څوک ووژني.

عبیدي قذافي په دې تورن کړ چې نومړي غواړي پر مظاهره کوونکو پراخ وسلوال برید وکړي، او تر اوسه یې هم تر 500 څخه زیات شمېر کسان وژلي، او تر دې یې زیات ټپيان کړي.
عبیدي په دغه مرکه کې وویل چې قذافي ماته وویل چې د جېټ او جنګي الوتکو څخه به کار واخلو.
ده یو ځل بیا پر ټولو امنیتي ارګانونو ږغ وکړ چې د اولسي پاڅون سره ملګري سي، لکه څرنګه چې اوس هم ډېر ملګري شوي دي.
عبیدي تر اوسه اخیرنی غټ مسول دی چې د خپلي دندې یې استعفاء ورکړه، تر ده دمخه په نړی کې اکثره د لیبیا اکثره سفیرانو د اولس عام وژنه وغندله او ځینو د خپلو دندو څخه په رسمي توګه استعفاوی هم ورکړي.
ښاغلي عبیدي ویلي چې د هیواد شرقي سیمي ټولي د قذافي د لاسه وتلي او د قذافي حکم به رسما په څو ساعتو یا ورځو کې ختم سي، او قذافي به یا ځان مړ کړي او یا به یې بل څوک ووژني.
پرون قذافي په خپل یوه تقریر کې چې اولس ته یې کوی، مظاهرونه په قتل او بمباریو تهدید کړه او وې ویل چې دی به هیڅ کله استعفاء ور نه کړي، ځکه چې دی اولس مشر نه دی، او نه دی کوم رسمي منصب لري، بلکي دی د زاړه انقلاب تر ابده مشر دی.
قذافي د مظاهرو د ختمولو لپاره د هر رنګه حربې څخه تر اوسه کار اخیستی، په الوتکو بمبار، په مخامخ ډزو، او افریقايي اجیر قاتلان هغه څه دي چې تر اوسه ده د اولس په ضد کار ځیني اخيستی.
په هیواد او بهر کې د عربي نړی ځینو غټو علماو دی واجب القتل بللی او د هر هغه کس څخه چې پر ده یې لاس پورته کیږي ږغ کړی چې ژر تر ژره باید نومړي ووژل شي، تر څو عام اولس دده د وحشت، قتل او بربریت څخه وژغورل سی.
د همدې وجې قذافي د مظاهرو وروسته او خاص بیا ددغه فتوی وروسته د خپلو پټنځایونو څخه د باندي نه سي راوتلای، او تر اوسه دوه واره د تلویزون په مخ ښکاره سوی چې دواړه ځله نومړی یکي تنهاو وو.
اول ځل هغه وخت را ښکاره سو چې ځینو خبرونو ویل، نومړي هیواد پری ایښی او فنزویلا ته تيښتېدلای، او دوهم ځل پرون د شپې چې غوښتل یې خپل اولس ته تقریر وکړي، او هغوی یو وار بیا د مظاهرو څخه د لاس اخیستلو باندي قانع کړي.
قذافي په خپل تقرير کې د خپل جرمونو دفاع هم وکړه او په نړۍ کې د ځینو نورو هیوادو حواله هم ورکړه چې ورته عام وژني پکښي پیښي سوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x