نړۍ

حماس د اسراییلو یو بله څارګره الوتکه نېولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل): د حماس جهادي غورځنګ نظامي ډلې «کتائب عزالدین قسام» ویلي چې دوی یوه اسراییلۍ څارګره الوتکه نېولې او په دې سره یې دا په ثبوت ورسوله چې دوی ددې توان لري چې بې پېلوټه الوتکې جوړې، د هغوی څخه کار واخلي او حتی د اسراییلو الوتکې خپل په ولکه کې راولي.

قسام د دغه الوتکه د غزې په ختیځ «حي الشجاعیة» کې نېولې او په انترنیت يې انځورونه خپاره کړي دي.

قسام وايي چې د «عصف المأکول» عملیات ۵۰مې ورځې ته داخل شول او تر دې مهاله دوی د اسراییلو په استوګنځایونو د مزایلو په توسط بریدونه کوي.

بې ساری پرمختګ

د حماس جهادي غورځنګ تلویزوني کانال «اقصی» تېره میاشت د یوې بې پېلوټه الوتکې انځورونه خپاره کړل چې د قسام له لورې په غزه کې راغورځول شوې وه.

دغه تلویزوني کانال زیاته کړې وه چې قسام دغه الوتکه د اسراییلو سره د جګړې پر مهال په «حي التفاح» کې راغورځولې.

قسام همدا راز تېر نومبر کې د غزې په شمال کې یو بله اسراییلۍ بې پېلوټه الوتکه نېولې وه.

دوی د اسراییلي یرغلګرو سره د مقاومت پر مهال ویلي و چې انجینران یې په دې توانېدلي څو د «ابابیل ۱» په نوم بې پېلوټه الوتکې جوړې کړي چې له دندو يې جاسوسي او بریدونه دي.

قسام ویلي و چې دوی د جولايي په ۱۴مه بې پېلوټه الوتکې د اسراییلو پر لور ایله کړې چې د اسراییلو د دفاع وزارت په ماڼۍ او نورو مهمو ودانیو ګرځېدلي او د هغو ځایونو انځورونه یې اخېستي.

قسام ددغو الوتکو انځورونه هم انترنیت ته کې خپاره کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x