نړۍ

اسراییل د حماس شرطونو منلو ته اړ ایستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل) د ۵۰ ورځو پرلپسې جګړو او د حماس بې ساري مقاومت وورسته اسراییل د حماس شرطونو منلو ته اړ ایستل شو.

حماس لږه شېبه وړاندې اعلان وکړ چې د اسراییلو سره يې په اوربند موافقه کړې چې د فلسطین پر وخت ۷ بجې ماښام به پيلیږي.

حماس دغه تړون د دوی د مقاومت «بریا» ګڼلې.

فلسطیني رسنۍ وايي چې ولس د غزې په کوڅو کې کې د حماس د بریالیتوب جشنونو لمانځي او د شکر سجدې کوي.

د حماس او اسراییلو تر منځ په دغه اوږد اوربند لپاره کومه ځانګړې نېټه نه ده ټاکل شوې چې تر کوم وخته پورې به وي.

ددغه تړون له مخې تر ۶ میلو اوبو پورې به فلسطیني وګړي ماهیان نېولی شي، همدا راز اسراییل به هیڅ ډول یرغل نه کوي او د غزې او اسراییلو تر منځ لارې به بېرته پرانیزي.

د حماس ویاند سامي ابو زهري نن په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې دوی نن هغه څه وکړل چې ټول عرب یې له کولو عاجز و. نوموړي زیاته کړه چې دوی د اسراییل هیبت او رعب له خاورو سره خاورې کړ. اسراییل له هغې وروسته اوربند ته کیناستل چې د خپل ولس له دفاع کولو عاجز شول.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې دوی له اوربند څخه لږ وړاندې په یوه برید کې ۲ اسراییلي عسکر ووژل.

اسراییلو هم نن د حماس په یوه برید کې د یو اسراییلي وژنه او ۶ ټپي کېدل منلي دي.

سامي په خپلو خبرو کې اسراییل مخاطب کړل او ویې ویل چې اوس دوی په امن خپلو کورونو ته تللی شي.

د حماس او اسراییلو تر منځ نښتو کې تر دې مهال ۶۴ اسراییلي عسکر او ۳ ملکي وګړي وژل شوي. همدا راز د اسراییلو په وحشیانه بمبارۍ کې ۲۱۳۸ فلسطیني ملکي وګړي شهیدان شويدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x