نړۍ

يوې امريکايي عسکرې ځانوژنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل):د امريکا دفاع وزارت پينټاګان چارواکي وايي، چې د ويرجينيا ايالت پوځي «فورټلي» اډې کې يوې ښځينه عسکرې ځانوژنه کړې ده.

له پېښې وروسته فورټلي پوځي اډه کې په ګرځيدو  بشپړ بنديز لګيدلی دی.

راپورونه وايي، چې يوې ښځينه عسکرې د فورټلي پوځي اډې يو لوړپوړيزې ودانۍ څلورم پوړ يوې کوټې ځان پسې دروازه بنده کړه او په خپل سر يې په داسې حال کې ډزې وکړې، چې نورو چارواکو ورسره خبرې اترې پيل کړې وې، تر څو نوموړې عسکره له ځانوژنې وژغوري.

چارواکي وايي، چې له پېښې وروسته نوموړې عسکره روغتون ته ولېږدول شوه او روغتون کې د نوموړې عسکرې د مرګ اعلان وشو.

تر اوسه د ځانوژونکې عسکرې هويت او د پېښې لامل نه دی څرګند شوی.

دا پېښې په داسې حال کې شوې، چې څلور مياشتې مخکې د ټيکساس ايالت فورټ هډ پوځي اډه کې يو امريکايي عسکر د رواني او عقلي مرض له امله پر خپلو همکارانو ډزې کړې وې، چې نتيجه کې يې درې تنه وژل شوي وو او شپاړس تنه پکې ټپيان وو.

له هغې وړاندې فورټ هډ پوځي اډه کې يو تورن جنرال نيډال مالک حسن پر خپلو ملګرو ډزې کړې وې، چې نتيجه کې يې ۱۳ تنه وژل شوي وو او ۳۲ عسکر يې ټپيان کړي وو.

راپورونه وايي، چې امريکايي پوځ کې د رواني مرضونو کچه په لوړيدو ده.

د نورو ستونزو سربېره امريکايي پوځ کې د ښځينه عسکرو پر وړاندې د جنسي تېري پېښې زياتې شوي دي.

څه موده وړاندې د امريکا دفاع وزير چک هيګل پينټاګان کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د عسکرو تر منځ جنسي اړيکو دی انديښمن کړی او دی تل په دې اړه شرم محسوسوي او په دې اړه بايد يوه سالمه کړنلاره وټاکل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x