نړۍ

په نیوزیلینډ کې زلزلې لږ تر لږه 65 کسان وژلي

earthquake-new-zealandنن ټکی آسیا: په نیوزیلینډ کې نن زلزله وسوه چې له امله یې تر اوسه لږ تر لږه 65 کسان وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.

زلزله چې قوت یې 6.3 ریکارډ شوی د نیوزیلنډ کرایست چرچ ښار ته نیژدې په 5 کیلومتری کې شوي.

د زلزلي د اول ټکان وروسته بیا نور ټکانونه هم را ګرځیدلي چې له امله ګڼ شمېر عمارتونه نړیدلي او زیات شمېر کسان تر اوسه هم په دغو عمارتو کې بند پاته دي.

کرایست چرچ د نیوزیلنډا دوهم لوي ښار دی، او د اوسیدونکو شمېر یې 340 زره ښودل شوی.

ویل کیږي چې دا د 80 کالو وروسته په نیوزیلنډ کې د تاوان له لحاظه تر ټلو ستره زلزله ده، په کال 2010 کې هم په دغه ښار کې د 7 درجو په قوت زلزله سوې وه مګر څه بشري تاوان یې نه وو رسولی.

د ښار د بلدیې مشر بوب بارکر ویلي چې کیدای سی د مړو شمېر تر دې هم زیات سي، مونږ کیداي سې په لسګونو کسان ونه ژغورل سو.

د اوس لپاره په ښار کې ایمرجنسي اعلان سوې او د اور وژونکي او ولس ژغورنکي ډلې په خپل کار لګیا دی تر څو بند کسان ژر تر ژره په سالمه توګه د عمارتو لاندي څخه را وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x