نړۍ

جنرال مشرف: پوځ به حالاتو سره سم د مداخلې پرېکړه کوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۳ل):د پاکستاني پوځ پخواني سرلښکر او ولسمشر، چې ۱۹۹۹م کال کې يې د پوځ په مټ د نوازشريف پر ضد پوځي کودتا کړې وه، وايي، چې حالات يو ځل بيا د ۱۹۹۹م په څېر ښکاري او کېدای شي، د پوځ سرلښکر د مداخلې پرېکړه وکړي او اوسنی حکومت له منځه ولاړ شي.

جنرال مشرف زياتوي، چې اوسنۍ ديموکراسي خلکو ته څه خير نشي رسولی او د دې لپاره بايد د اوسني نظام پر ضد ولسي پاڅون وشي او له هغې وروسته ټاکنيز اصلاحات وشي، نو بيا ديموکراسي کولای شي، چې د خلکو غوښتنې پوره کړای شي.

جنرال مشرف «ARY» تلويزون سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د عمران خان او ډاکټر طاهر القادري د احتجاجي ناستې ستاينه وکړه، چې د دوی غوښتنې سمې دي، ځکه چې اوسنۍ ديموکراسي خلکو ته د ګټې پر ځای زيان اړوي.

جنرال مشرف زياتوي، چې اوسني حالات هم د ۱۹۹۹م په څېر دي. هغه مهال هم د هېواد حالات ډېر ترينګلي وو او ولس د پوځ د لښکر پر لور کتل. مشرف زياتوي، چې «ما هغه مهال د ولس په غوښتنه د نوازشريف پر ضد کودتا کړې وه او اوس هم ولس د پوځي سرلښکر جنرال راحيل شريف پر لور سترګې پر لار دی»

پخواني ولسمشر وويل، چې ۲۰۰۸ م کال کې پاکستان کې يې محبوبيت کم شوی و او له همدې امله دی له پاکستانه ولاړ، مګر کله چې راغی، نو د ده پر ضد يو شمېر دوسيې درج شوې او دی پکې راګير شو.

جنرال مشرف وايي، چې «د عمران خان او ډاکټر طاهرالقادري په ګډون موږ ټول د يو فکر خلک يو او موږ په ګډه د پاکستان راتلونکي لپاره تر ټولو ښه کار کولای شو»

جنرال مشرف زياتوي، چې حالات ډېر ګډوډ دي او حکومت د خلکو غوښتنې نشي پوره کولای، ولس د پوځ پر لور ګوري او پوځ به حالاتو سره سم د مداخلې پرېکړه کوي.

کارپوهان وايي، چې عمران خان او ډاکټر طاهرالقادري د پوځ نژدې خلک دي او هر څه د پوځ په غوښتنه کوي، مګر حالات تر اوسه نه دی معلوم، چې پر کومه ځي، ځکه يو طرفته يوولس پارلماني ګوندونو د لومړي وزير ميانوازشريف د حکومت ملاتړ کړی او وايي، چې د د يموکراسۍ پر ضد هيڅ غير ديموکراتيک ګام نشي زغملای او که هر چا د اوسني ولسي حکومت پر ضد ګام پورته کړ، نو دوی به د پاکستان لارو او کوڅو کې د غير ديموکرات حکومت پر لاريونونه وکړي او بل پلو د پارلمان مخته د عمران خان او ډاکټر طاهرالقادري احتجاجي ناسته ده او اوس د پوځ پخواني ولسمشر جنرال مشرف هم د عمران خان او طاهرالقادري ملاتړ اعلان کړی او وايي، چې دوی ټول د يو فکر خلک دي او کولای شي، په ګډه اوسنی نظام له منځه يوسي او له هغې وروسته ټاکنيز اصلاحات راولي او بيا يو ديموکرات حکومت رامنځته شي، چې د خلکو غوښتنې پوره کړای شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x