نړۍ

دامن تبليغ کونکي امريکا په دنيا کي تر ټولو ډېره اسلحه توليدوي

Gun_factory_photos_in_USAدغه خبره په نړيوال تجارتي مرکز کي انټرنشنل پيس انسټيټوټ په خپل رپوټ کي د خبريالانو په وړاندي وکړه.
په دې راپور کي ويل شوي چې امريکا او مغربي اروپايي هيوادونو په دوه زره نهم کال کي د څلور سوه او يو ارب ډالرو اسلحه په نوره نړۍ خرڅه کړي.

له راپور سره سم په دنيا کي دسلاح جوړولو له مراکزو څخه پنځه څلوېښت ( ۴۵ ) مرکزونه په امريکا او درې دېرش ( ۳۳ ) نورپه لوېديځه اروپايي هيوادونو کي دي چې د دنيا نوي فيصده اسلحه پکي تيارېږي.
د سلاح د توليدولو او واردولو تر ټولو د ډېر توليدونکي هيواد په توګه د دنيا د درې دېرش فيصده اسلحې منډيي له امريکا سره ده، امريکا تر ټولو زيات پوځي توکي په جنوبي کوريا، اسرائيلو اومتحده عربي اماراتو خرڅ کړي دي.
د انټرنيشنل پيس انسټيټوټ د احصائيې مطابق روس او جرمني په ترتيب سره دپنځه ويشت اولس فيصده سلاح دتوليد له پلوه په دنيا کي په دوهم اودرېيم نمبردي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x