افغانستان

ننګرهار: دولتي چورلکو اربکیان بمبار کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالي کې د اربکیانو په شپږو پوستو د طالبانو له لوري نږدې ټوله ورځ جګړه روانه وه.

د جګړې په منځ کې دولتي نظامي چورلکې سیمې ته د اربکیانو د خوندیتوب په خاطر راغلې او د طالبانو پرځای يې پر اربکیانو سخته بمباري کړې ده، چې د عیني شاهدانو له قوله پنځه تنه پکې مړه او اووه تنه نور ټپیان شول.

د ننګرهار سیمه ایز چارواکي هم په پچیراګام کې له طالبانو سره د جګړې خبر مني او ادعا کوي چې ګڼو طالبانو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده. دوی په سیمه کې په اربکیانو د بمباري اړوند څه ونه ویل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي چې د دوی ملګرو تېره ورځ د خیبر عملیاتو په لړ کې نږدې د غرمې په دوولس بجې په شپږو پوستو بریدونه پیل کړل چې ترماښامه روان و.

رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې طالبان وايي چې دوی تر ماښامه پورې پورې په څو ساعته جګړه کې د اربکیانو دوه پوستې تر خپل واک لاندې رواستې او اووه تنه اربکیان يې وژلي او نهه نور ټپیان دي.

د مجاهد په قول د څلورو تنو جسدونو يې تر يې ډېره د جګړې په سیمه کې پراته و.

ویل کېږي په پرونۍ جګړه کې مجموعاً دوولس اربکیان مړه او شپاړلس نور ټپیان شوي دي.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې  د ننګرهار له خوږیاڼیو پرته په نورو سیمو کې هم امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close