افغانستان

کرزی وايي د ناټو د حضور په اړه خپل ملاحظات لرم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ایمل فیضي وايي چې ولسمشر حامد کرزی له ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د پاتې کېدو اړوند خپل ملاحظات لري.

نوموړي د ملاحظاتو اړوند څه ونه ویل، مګر دا يې په ټینګار وویل چې ولسمشر کرزی به د ناټو په راتلونکې سرمشریزه ناسته کې ګډون ونه کړي.

ایمل فیضي وویل چې ولسمشر کرزی د ناټو د مرستو له هغې کچې سره موافق نه دی چې ټاکل شوې ده په یاده ناسته کې به يې اعلان وشي.

ویل کېږي چې د افغانستان اړوند به د ناټوغړو هېوادونو وروستۍ سرمشریزه ناسته د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې د بریتانیا په ویلز کې ترسره شي.

که څه هم د ناټو سرمنشي، د امریکا متحده ایالاتو او پخپله ولسمشر حامد کرزي په ټینګار ويلي دي چې باید په راتلونکې ناسته کې نوی افغان ولسمشر استازی واوسي. خو له ټاکنیزو ناندریو داسې ښکاري چې ښايي په دومره لږ وخت کې د نوي افغان ولمسشر راتګ شونی نه وي.

ولسمشر حامد کرزی په داسې وخت کې د ناټو په ناسته کې له ګډونه انکار کوي چې رسمي کاري موده يې پای ته رسېدلی او تر دې وړاندې د نا ټو په ټولو ناستو کې ګډونوال و.

یاده دې وي چې د امریکايي پوځ لوی درستیز تېره ورځ کابل ته د سفر په مهال ویلي و  چې که له ۲۰۱۴ز کال په پای ته رسېدو هم د ټاکنیزو ناندریو په خاطر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو بیا به هم دوی له افغانستانه د وتو په خاطر څلور میاشتې د طرحې وخت ولري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x