افغانستان

یوناما: که د عبدالله ټیم وي کنه؛ د رایو تفتیش به روان وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي چې د رایو د تفتیش په پروسه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډله وي او کنه، لړۍ باید روانه وی.

یوناما وروسته له هغه دا څرګندونې وکړي چې تېره ورځ د ټاکنو د یو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې د تخنیکي ټیم مشر وویل چې که د دوی تخنیکي غوښتنې ونه منل شي له یادې لړۍ سره به پرېکون اعلان کړي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې د تخنیکي ټیم مشر فضل احمد معنوي تېره ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د رایو د تفتیش لړۍ تر سیاسيوري لاندې راغلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو اداره دفتر وايي چې دوی ته د رایو د تفتیش لړۍ قانوني او اصولي ښکاري او له کاري ټیم نه يې غوښتي چې باید کار روان وساتي.

د یوناما د دفتر د خبرپاڼې له قوله که د رایو د تفتیش په پروسه کې د اصلاحاتو او همپالنې ډله وي او کنه، باید لړۍ جاري وساتل شي.

دا په داسې حال کې دی چې ولسمشر حامد کرزي د روانې لمریزې میاشتې یوولسمه یعنې راتلوتکې سه شنبه ورځ د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره نه بدلېدونکې نېټه ګڼلې ده.

یاده دې وي چې په هېواد کې دویم پړاو ټاکنې د جوزا په څلورویشتمه ترسره شوې دي، چې تر اوسه يې پایلې نه دي معلومې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش ویلي دي چې دا د نړۍ په سطحه تر ټولو بې نمونې د رایو د بیا کتنو پروسه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x