
نیویارک ټایمز: د طالبانو پرمختګ دولت له ګواښ سره مخ کړی دی
نن ټکی اسیا (وږي، چهارشنبه، ۵مه، ۱۳۹۳ل): له نیویارکه خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپل وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د سیاسي وضعي اړوند په مضمون کې ویلي دي چې د طالبانو پرمختګ افغان دولت له ګواښ سره مخ کړی دی.
نیویارک ټایمز لیکي طالبان په داسې حال کې د پرمختګ په حال کې دي چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه په وتو دي او د هېواد اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.
د ورځپاڼې په قول ناټو به پخپله راتلونکې سرمشریزه ناسته کې له افغان امنتي ځواکونو سره د مرستو په ژمنو هم ټینګار وکړي، د ورځپاڼې په باور لا هم افغان امنیتي ځواکونه په نړیوالو مرستو تکیه دي.
د نیویارک ټایمز د مضمون له مخې که چېرته افغانان خپلې سیاسي ستونزې حل نه کړي، له دې هېواد سره به د نړۍ مرسته کوله ستونزمن کار وي.
دا په داسې حال کې دی چې د ناټو عمومي مسوولین پر دې خوښي څرګندوي چې دوی په افغانستان کې پخپلو پښو ولاړ یو دولتي سیستم پرېښود او نور نو د دوی مرستو ته اړتیا نشته.
د چارو د شنونکو په باور په تېرو دیارلسو کلونو کې د ناټو نظامي ځواکونو له افغان عسکرو د يوې وسیلې په توګه کار واخیست، چې دا وسیله به د دوی له وتو وروسته کار ونه کړي.
ویل کېږي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان عسکرو په منځ کې نفوذي بریدونو لا د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړې ده او ډېری نظامي کارپوهان پر دې اند دي چې د ناټو په موجودیت کې افغان عسکر ونه توانېدل چې ځانونه خوندي وساتي، د ناټو له وتو وروسته د ولس خوندیتوب لرې خبره ده.