نړۍ

«ارګ یا مرګ»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۳ل): د طاهر القادري وروستي ضرب الاجل پوره کېدلو ته څو ساعتونو پاتې دي.

طاهر القادري د دوشنبې /وږي ۳مه/ په ورځ خپلو پلویانو ته په خبرو کې د نواز شریف حکومت ته د ۴۸ ساعته ضرب الاجل وټاکه چې پارلمانونه منحل کړي کنه بیا به «دما دم مست قلندر» پیل شي.

قادري زیاته کړه چې د «شهادت لپاره به یا دی او یا هم د نواز شریف حکومت کفن اغوندي».

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې که د نواز شریف حکومت کفن واغوندي نو غریب ولس به سوکاله او ارام شي، که حکومت ړنګ نه شو نو بیا دغه کفن دی اغوندي او دا سیمه به هدیره کیږي.

«یواځې انقلاب نه؛ د نواز شریف او شهباز شریف اعدامېدل غواړو»

طاهر القادري وايي چې د ماډل ټاون د پېښې وروسته د محکمې پریکړې وروسته اوس یواځې دی د حکومتونو ختمول نه؛ د شریف ورونو اعدامېدل غواړي.

نوموړي وویل چې د ماډل ټاون کې د وژل شوو کسان قاتلین نواز شریف او شهباز شریف دي او دوی به د ارګ د تخت څخه د مرګ تختې ته ورځي.

پوځ بیا کودتا کوي

د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز او ولسمشر جنرال پرویز مشرف ویلي چې د ۱۹۹۹ز کال په څېر یو ځل بیا د کودتا پریکړه وکړي او اوسنی حکومت به له منځه ولاړ شي.

په ۱۹۹۹ز کال کې جنرال پرویز مشرف د پوځ پر مټ د نواز شریف پر ضد پوځي کودتا کړې وه او نوموړی یې څو کاله له هېواده شړلی و.

عمران خان د حکومت سره وروستي مذاکرات کوي

د عمران خان په مشرۍ د ازادۍ مارش لا هم روان دی. نوموړي خپلو پلویانو ته په خبرو کې ویلي چې دی نن د حکومت سره وروستۍ خبرې کوي او له هغې وروسته به د اینده پلان وړاندې کړي.

که څه هم عمران خان پلویان ورځ تر بلې له لاریون څخه په شا کیږي، خو سربېره پر دې هم نواز شریف حکومت له نوموړي په ویره کې دی او انديښنه لري چې د عمران خان تر شا د پاکستان څارګرې ادارې ولاړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x