افغانستان

اوباما: د امریکايي عسکرو قربانیو موږ ساتلي يو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د متحده ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما وايي چې په افغانستان کې د دوی د عسکرو قربانیو په برکت امریکا خوندي پاتې شوې ده.

نوموړي پرون د امریکا په کرولینان ایالت کې په یوه غونډه کې ګډونوالو ته وویل چې د افغانستان په ټوله ترلسېزې اوږده جګړه کې تر اوسه پورې ۲۲۰۰ امریکايي عسکر وژل شوي دي.
د اوباما په خبره د همدې عکسرو د قربانیو برکت دی چې اوس امریکا خوندي ده، د نوموړي په قول دوی به د دې عکسرو قربانۍ هسې پرې نږدي.

اوباما پخپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د دوی د پوځ په سرښندونو یو نظام رامنځ ته شو، افغان امنیتي ځواکونه يې روزل او افغانان يې د دولت څښتنان کړل.

نوموړي پخپلو خبرو کې پر دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې دې روانې سیاسي ناندرۍ په ارامۍ سره حل شي، او واک دې په ډیموکراټيکه فضا کې ولېږدول شي.

اوباما وویل چې دوی به په راتلونکو څلورو میاشتو کې خپل جګړه ایز ماموریت پای ته ورسوي او دې واږدې جګړې ته به د پای ټکی کېږدي.

اوباما په دې اوږده جګړه کې خپل ځواکونه بریالي وګڼل او په خبره يې دوی له افغانستان او پاکستانه د القاعدې او طالبانو د له منځه وړلو پروسه له عراقه وروسته پیل کړه او پاتې کار يې د دوی رزول شويو افغان ځواکونو ته پرېښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x