افغانستان

د یوناما پر ټينګار سربېره د رایو د تفتیش پروسه بیا وځنډول شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): سره له دې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په پوره ټینګار وویل چې که په ټاکنو کې د اصلاحاتو او همپالنې ډله وي او کنه، د رایو څېړنه به روانه.

خو د رایو د تفتیش په پروسه کې نن یو ځل بیا د ډاکټر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د نشتوالي له امله دغه پروسه وځنډول شوه.

د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو تېره ورځ ویلي و چې که چېرته د دوی تخنیکي غوښتنې ونه منل شي دوی به د رایو د تفتیش پروسه پرېږدي. بل پلو د ټاکنو کیمسیونو ځینو مسوولینو او په افغانستان کې د ملګرو ملتو دفتر یوناما په ټینګار وویل چې که دوی په پروسه کې وي او کنه؛ پروسه به روانه وي.

د اصلاحاتو اوهمپالنې ډلې وروسته له هغه دې پروسې ته شا کړه چې د دوی د تخنیکي ټیم مشر فضل احمد معنوي دغه پروسه تر سیاسي سیوري لاندې وبلله او د ځینو غوښتنو د پوره کېده ټینګار يې وکړ.

دوی تېره ورځ ویلي و  چې که د چهارشنبې تر سهار هم د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شي، دوی به دغه پروسه پرېږدي.

د مګړۍ د ټاکنو کمیسیون په دفتر کې د دواړو نوماندانو څارونکي د یوناما له څارونکو سره ګډه ناسته لري او پر شته ستونزو غور کوي.

ویل کېږي چې د ټاکنو کمیسیون به نن په یوه بله ناسته کې د رایو د ابطال اړوند له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

دا په داسې حال کې دی، چې ملګري ملتونه، په افغانستان کې د امریکا سفارت او پخپله افغان ولسمشر حامد کرزی په دې ټینګار کوي چې دغه پروسه ژر رالنډه شي، د ولسمشر د وړاندنیو خبرو  پر اساس باید نوی ولسمشر هرو مرو د دې میاشتې په یوولسمه د لوړې مراسم ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x