نظــر

حماس ته د بریا مبارکي او د اسراييلو ملاتړو ته تسلي…!

ليکوال: عبدالباري عطوان

ژباړن: احمدجرس

د غزې خلکو، ټولو فلسطينيانو او ګردې اسلامي نړۍ ته دې د حماس فتحه او کاميابي مبارک وي او موږ تاسې ټول بايد خپله خوښي ولمانځو او د اسراييلو د ګردو پلويانو په ګډون ټولو عربي دولتونو ماتې وخوړه او دوی ته يې د ماتې تسلي وايو.
عربي هېوادونه د اسراييلو تر شا ولاړ وو او يا پټه خوله سترګې پر لار و، چې اسراييلي جيټ الوتکې او بمبارۍ به حماس او غزه له خاورو سره خاورې کړي، مګر د ۵۱ ورځني مقاومت په ترڅ کې حماس او د غزې ګرد ولس خپله مېړانه وښوده او د اسراييلو شپږ ملیونه نفوس د مقاومت او جګړې دا ۵۱ ورځې په سمڅو او خوندي ځايونو کې تېرې کړې، چې د حماس له راکټي بريدونو ځانونه او خپلې کورنۍ وژغورلی شي.
په پوځي او ديپلوماتيکو ډګرونو کې د حماس بريا د اسراييلو په ګډون د هغوی عرب ملګري هم هېښ پاتې کړل او بالاخره اړه شول، چې د هر ډول دسيسو او پلانونو سربېره د حماس شرطونو ته نرمه غاړه کيږدي.
اسراييلي صهيوني رژيم پخوا داسې عادت اخيستی و، چې اول بريد سره به ورته عربي هېوادونو د تسلیمۍ سپينه جنډه پورته کړه او ولسي خلک به یې خوندي ځايونو ته ورسول.
دا ځل نو خبره بيخي بدله وه. اول خو حماس له اندازې او تمې زيات مقاومت وکړ او د اسراييلو ايف۱۶ جيټ امريکايي الوتکو بمباريو د دوی زړونه کمزوري او اندېښمن نکړل او په مقابل کې يې اسراييلي حکومت او ولس د حماس هر راکټ خپل اجل باله او هر يو اسراييلي کوښښ کاوه، چې ځان خوندي ځای ته ورسوي.
د غزې ولس خپله خاوره پرې نښوده او د اسراييلي يرغلګرو ټولې بمبارۍ او بريدونه يې پر خپله خاوره وزغمل او د هجرت لپاره يې مصري چارواکو ته هيڅ عرض ونکړ، چې خپل يوازنی سرحد د غزې د خلکو لپاره پرانيزي؛ ځکه چې دوی پرېکړه کړې وه، چې پر خپله خاوره به شهيدانيږي او هيڅکله به ځانونه د اسراييلو پلويانو عربو ته ټيټ نه راولي.
د غزې شمال کې پراته اسراييليان، چې د ښکېلاک په مټ يې دغلته خپل ځانونه اباد کړي، له خپلو کورونو وتښتېدل او د اسراييلو پر ګردو دفاعي الاتو هغه مهال بې باوره شول، چې د حماس مجاهدين ورته د ځمکنيو سورنګونو له لارې راورسيدل او ټول اسرييلي عسکر يې ووژل او دغه جګړه کې يې خپله مېړانه وښوده.
د حماس اوسنۍ بريا يوازې د پوځي جګړې او د فلسطيني ولس د مقاومت له امله نه وه، بلکې د هغو مرکچيانو رول پکې تر ټولو اړين او د پام وړ و، چې د هر ډول نړيوال فشار پر وړاندې یې خپل مقاومت وکړ او په خپلو شرطونو ټينګ پاتې شول.
د اسراييلو لومړی وزير نيتنياهو په بل لټ واوښت، ځکه چې راتلونکی سياسي ژوند يې له پېغورنو او تورمخۍ ډک شو. همدې غزې مقدوني سکندر ته هم ماتې ورکړې او له دې مخکې يې د نيتنياهو پخواني مشر ايهود اولمرټ ته شرموونکې ماتې ورکړې ده.
له دې پېښې وروسته د اسرييلو وزيرانو شورا کې هم اختلاف راغلی، څوک يو څه وايي او څوک بل څه.
د اسراييلو جګړه ييزه شورا ځانونه بريالي بولي، مګر ولسي جرګه کې د خلکو استازي دومره خشمېدلي، چې د استيضاح پر مهال به ډېری وزيران د چپړو او بوټانو وارونه وخوري.
د اسراييلو د ولسي جرګې غړي وايي، چې دوی خو د جنګي مجرمينو په توګه له غزې خوار او ذليل راوتلي دي او په نړيواله کچه يې د دوی حيثيت په صفر کې ضرب کړ.
اسراييلو په نړيواله کچه خپل باور له لاسه ورکړ او نور نشي کولای، چې د پخوا په څېر نړيوال خطا باسي.
ګردې نړۍ کتل، چې اسراييلي يرغلګرو د بې دفاع ولسي خلکو پر کورونو بمبارۍ کولې، نړيوالو د فلسطيني کوچنيانو هغه شل و شوټ اندامونه هم ليدل، چې د اسراييلو له لاسه په خپلو وينو لوغړېدل، د هغو زړو ښځو او سړيو مړي يې هم وليدل، چې اسراييلي طيارو يې کورونه پرې راونړول. نړيوالو هغه روغتونونه هم وليدل، چې اسراييلي ترهګرو پرې بمبارۍ وکړې او د ټپيانو سره یې له خاورو سره خاورې کړل. ځمکني حقايق څوک نشي پټولی.
د غزې قهرمانانو خپل توغنديز بريدونه په منظم ډول پيل کړل او د اسراييلو پټ ځايونه يې په ډېر مهارت په نښه کړل. د پنځوس ورځني مقاومت په ترڅ کې يې په ډېره مېړانه او د جګړې د اصولو په رڼا کې خپل مقاومت وکړ او د پنځوس ورځني مقاومت په ترڅ کې يې يو اسراييلي ماشوم هم ندی وژلی او د دوی د راکټي بريدونو يوازنی هدف اسراييلي عسکر وو. بل پلو د اسراييلو «متمدنو» عسکرو يوازې ښځې او ماشومان په نښه کول او د هغوی له وژلو يې خوند اخيسته.

د غزې مقاومت ځکه بريالی شو، چې خپلې زده کړې يې د عزت النفس او انساني کرامت په پوهنځيو کې ترلاسه کړي او د نورو عربو په څېر د تش په نوم حربي بې غيرته ښوونځيو څخه نه دي فارغ شوي.
د غزې له ټول ولس څخه نړۍ نړۍ مننه! مننه د غزې قدرمنو شهيدانو او ټپيانو څخه! همدې خلکو موږ ته پر دين او وطن د قربانۍ ورکولو چل راوښود. همدې شهيدانو او ټپيانو موږ ته پر ځان د پوره باور لارې چارې راوښوولې. له همدې شهيدانو او ټپيانو مو زده کړل، چې بايد د عربو پر پوځونو او حکومتي چارواکو هيڅ ډول باور ونکړو. موږ تر اوسه هم باور درلود، چې د عربو په ځينو واکمنو کې به د نرتوب څه پاتې وي، خو د غزې اوسنۍ جګړې راته په ډاګه کړه، چې موږ په غلطه وو؛ ځکه چې عربي چارواکو کې د اسلاميت او عربيت هيڅ بوی نه دی پاتې.
د غزې هغې زړې ښځې ته دې زما سلام وي، چې، د ټولو ميندو او خويندو په استازيتوب يې اعلان وکړ، چې دا د «الشجاعية» کلي ده، چې کور يې اسراييلي يرغلګرو له خاورو سره خاورې کړ او د دې د کورنۍ د غړو په ګډون ټول خپلوان او دوستان يې شهيدان شول، مګر بيا هم راغله، په روڼ ميدان يې د حماس د مقاومت بريا ولمانځله او د حماس د قيادت شجاعت او زيرکتيا ستاينه يې وکړه، چې په خپلو وينو او ارواوو د غزې د خلکو د دين وطن ساتنه کوي.
د حماس اوسنۍ بريا دې ټولو ته مبارکه وي او دا بريا د نورو سترو برياوو لپاره يوه مقدمه ده.
توغندي شته، د توغنديو جوړونکي افکار نور هم فعال شوي او د راتلونکي وخت لپاره پر خپلو پلانونو فکر کوي او اسراييل به دا ځل داسې يوې سترې او شرموونکې ماتې سره مخ کړي، چې تاريخ کې به يې ساری نه ليدل کيږي.
د مقاومت روح اوس ورځ تر بلې قوي کيږي او راتلونکي نسلونه به نور هم سرتيري وی، چې خپلو اوسنيو مشرانو ته ګوري. راتلونکي کې به ان شاءالله اوسنی نړيوال ښامار له ځمکې ورک کړي او خپل ټول هغه مشروع حقوق به تر لاسه کړي، چې د تېرو څو لسيزو په ترڅ کې ترې غصب شوي دي او داسې يو دولت به جوړ کړي، چې ټول خلک به د عدالت او مساوات چتر لاندې خوندي او ارام ژوند کوي.
غزې بريا تر لاسه کړه؛ ځکه چې د غزې خلک د بريا ګټلو وړ دي، په داسې حال کې، چې د غزې خلکو د اسراييلي يرغلګرو له لاسه ډېرې ناخوالې وزغملې او نړيوال او عربي کنفرانسونو او غونډو د غزې د خلکو شخړې او غمونه نور هم زيات کړل، مګر د حماس اوسنۍ بريا دې يو ځل بيا ټولو ته مبارک وي، د حماس شهيدانو او ټپيانو ته دې مبارک وي. د اسراييلو په ګډون ټولو عربو ته د دې پېښې تسلي وايو!

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x