نړۍ

په عراق او شام کې د اسلامي دولت پرمختګ، ایران او سعودي یو بل ته نیژدې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سعودي ته په سفر تللی، او هلته یې تیره ورځ په پلازمینه ریاض کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل سره لیدلي.
تر ملاقات وروسته دواړو اړخونو په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې د دوی دا ملاقات او راتلونکې ملاقاتونه د خپل منځي اړیکو لپاره یو ښه پرمختګ بولي، او زیاته کړې چې ددواړو هیوادونو او سیمي لپاره به مثبتي پایلي ولري، خصوصا د تروریزم په خلاف جګړه کې دواړو هیوادونو په اتحاد او تعاون باندي اتفاق کړی.

د کتونکو په نظر د ایران او سعودي تر منځ دا وروستی نیژدې والی په عراق او سوریا کې د نوي پرمختګونو له وجي دی، دواړه هیوادونه د عراق، او سوریا په شمول په لبنان کې ګډ اهداف لري، او دواړه هیوادونه خپل ټول وسه کوي تر څو په عراق او سوریا کې د اسلامي دولت جنګیالو مخه ډب کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال عبد اللهیان ریاض ته تګ او بیا د هغه ځای د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه ددواړو هیوادونو په اړیکو کې یو مثبت ګام بلل کیږی، او دا جوته وي چې دواړه هیوادونه په عراق او شام کې د اسلامي دولت پرمختګ دې ته اړ کړي، تر څو خپل زاړه اختلافونه تر شا وغورځوي، او په ګډه داسلامي دولت مخه ونیسي، کوم چې دواړه هیوادونه د ځان لپاره خطر او ګډ دښمن بولي.

باید وویل شي چې دواړه هیوادونو په دې مناسب دا ژمنه وکړه چې د تروریزم او سخت دریځۍ په خلاف به یو لاسي کیږي، او د همدې موخي لپاره به خپل اړیکي نوري هم پراخه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال وویل چې ډېر ژر به د ایران وزیر خارجه هم د سعودي څخه لیدنه وکړي، او هلته به د خپل سیال سعود الفیصل او نورو چارواکو سره وویني.
نوموړي وویل چې د فیصل سره زما لیدنه ډیره مثبته او ګټوره وه، او ددې پایلي به په راتلونکې کې د اسلامي امت، عربي نړۍ او سیمي په ګټه تمامي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x