افغانستان

طالبان: یوازې سیاسي دفتر د دوی استازیتوب کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۳ل): طالبانو یو ځل بیا ویلي چې د کورنیو او بهرنیو لوریو سره اړیکې نیول د دوی د سیاسي دفتر کار دی او له سیاسي دفتر پرته نور هيڅ لوری او شخص حق نه لري چې د دوی په نوم له چا سره اړیکې ونیسي.

ویل کیږی چې په دې وروستیو کې یو شمېر کړیو بهرنیو او کورنیو لوریو ته ځانونه د طالبانو استازي معرفي کړي او له هغوی سره یې خبرې اترې پیل کړي.
کرزي هم څه موده وړاندې ویلي و چې طالبان له ده سره په تماس کې دي او دوی سره لیکونه تبادله کوي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لورې نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یو شمېر کړۍ او اشخاص د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د دوی له نومه استفاده کوي او له کورنیو او بهرنیو لوریو سره اړیکې نیسي.

مجاهد زیاتوي چې پخوا هم ځينو کړیو او اشخاصو دغه ډول هڅې کړې وې او اوس یو ځل بیا «دا لوبه په حرکت راغلې».

طالب ویاند په هغو لوریو چې د طالبانو سره د اړیکو نیولو ته لېوال دي، غږ کړی چې له اړوند مسوولینو پرته دې له نورو اشخاصو سره اړیکې نه نیسي.

«د افغانستان اسلامي امارت ټولو ته اعلانوي چې په سیاسي برخه کې له ټولو بهرنیو, او کورنیو لوریو سره اړیکې جوړول یوازې او یوازې د افغانستان د اسلامي امارت تر سیاسي دفتر پورې تړاو لري، له سیاسي دفتر پرته بل هېڅ لوری او شخص حق نه لري چې د اسلامي امارت په استازیتوب له کوم بهرني یا کورني لوري او يا شخص سره اړیکې ونيسي.»

نوموړي زیاته کړې چې له سیاسي دفتر پرته که بل څوک دا ډول حرکت کوي هغه د دغه شخص خپل کار دی او دوی پورې اړه نه لري.

مجاهد ویلي چې دوی یو ځل بیا د سیاسي دفتر غړو بشپړ شهرت او پېژندنه خپروي څو هغه لوري چې له دوی سره اړیکې نیسي، ددفتر سیاسي کسان وپېژني او له بل چا سره اړیکه ونه نیسي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد هم د تېر کال لوی اختر په پیغام کې ویلي و چې له نړیوالو سره د تماس نېول یواځې د دوی د سیاسي دفتر کار دی او که له سیاسي دفتر پرته بل څوک له مخالفو لوریو سره اړیکې نیسي، د دوی نماینده ګان نه دي.

ملا محمد عمر دغه کسان شهرت طلبه او مادیت پرسته بللي و.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close