افغانستان

ټاکنې: د رایو په بیا څېړنه کې د څارنې ټول واک یوناما ته ورکړل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): نن د رایو د بیا څېړنې په پروسه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د پلویانو د نشتوالي له امله دغه پروسه بیا وځنډول شوه و د ټاکنو په کمیسیون کې د دواړو نوماندانو ځینو استازو له یوناما سره ګډه ناسته وکړه.

په ناسته کې د ډاکټر عبدالله استازیو په دې ټینګار کاوه چې تر نن سهاره د دوی غوښتنې ونه منل شوې، ځکه خو دوی په پروسه کې ګډون نه کوي.

په ناسته کې د یوناما استازیو د ډاکټر اشرف غني احمدزي له ډلې وغوښتل چې دوی دې هم پروسه پرېږدي او ټول واک دې دوی ته وسپاري.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي تر مشرۍ لاندې د تحول او تداوم ټیم غړي داود سلطانزوی له ناستې وروسته په یوه خبري ناسته کې راڅرګند شو پورته جزیات يې له رسنیو سره شریک کړل.

ښاغلي سلطانزوی وویل چې دوی ته یوناما د پروسې د پرېښودلو وویل او دوی هم پروسه ورته خوشي کړه.

د نوموړي په خبره دوی د یوناما استازیو ته ځينې شرطونه هم وړاندې کړل او هغوی ورسره ومنل. چې په شرطونو کې د څېړنې بهیر او پوره روڼتیا هم شامل دي.

یاده دې وي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د تخنیکي ټيم مشر فضل احمد معنوي پرون په یوه خبري ناسته کې وویل چې د رایو د ابطال په لایحه کې دې د دوی غوښتنې ومنل شي اوکه چې تره د چهار شنبې تر سهار ونه منل شي دوی به دغه پروسه پرېږدي.

د عامو افغانان په وړاندې د هېواد ټاکنې د اقتصادي رکود په معنی دی او نږدې ټول هغه خلک چې رايې يې کارولې دي پښېمانه دي.

د شنونکو له نظره د جان کېرې څو ځلې راتګ، پرلپسې تلیفوني اړیکي او په دې وروستیو کې د څارنې ټول واک یوناما ته ورسپارل د ټاکنیزې پروسې پرديتوب لا بربنډ کړ او د هغوی چې دا پروسه يې له پیله د پردیو له لوري د تېرویستنې دسیسه ګڼله وړاندوینې يې واقعیت کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x