افغانستان

دفاع وزارت: یواځې په بمي چاودنو کې د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد د دفاع وزارت مسوولین وايي چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې یواځې د بمي چاودنو له امله د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي.

له دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه پنځه تنه عسکر په بېلابېلو ځایونو کې د سړک غاړي د ماینونو له امله وژل شوي دي.

له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادو عسکرو د وژنې ځایونه نه دي په ګوته شوي، خو ويل شوي دي چې د ملي اردو عسکر په زابل، لوګر، کندوز، هلمند او پکتیا په عملیاتو بوخت دي.

دا په داسې حال کې دی چې لاهم د هېواد په ګڼو ولایاتو کې د طالبانو له لوري پراخ ډله ایز بریدونه روان دي.

د شنونکو له نظره افغان امنیتي ځواکونه لا تر اوسه د دې جوګه نه دي چې ترې کېدونکې تمه پوره کړای شي.

ویل کېږي چې ناټو پخپل دیارلس کلن موجودیت کې د ملي اردو جوړ رامنځ ته کول او دهغوی روزنه یوه لویه لاسته روړنه بولي.

بل پلو د هلمند په سنګین خورا تنده جګړه لاهم روانه ده چې طالبانو يې یو اځې پرون د پنځلسو عسکرو د وژنې خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x