غور: طالبانو دېرش تنه عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې دېرش تنه پولیس او اربکیان ژوندي نیولي او لس نور يې وژلي دي.

د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې تېره ورځ د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه شوې ده، چې په پایله کې يې طالبانو دېر تنه پولیس او اربکیان ژوندي نیولي دي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي دي  چې د دوی ملګرو تېره ټوله ورځ د پسابند ولسوالي په سنګان اوتخلک سیمه کې جګړه کړې ده.

قاري محمد یوسف احمدي وايي چې د دوی ملګرو په دغه جګړه کې دېرش تنه پولیس اربکیان ژوندي نیولي دي او لس نور يې وژلي دي.

د خبرپاڼې له قوله چې طالبانو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی، خبرپاڼه زیاتوي: «یادي سیمي دوې میاشتي مخکې مجاهدینو ددښمن له وجودڅخه په بشپړه توګه تصفیه کړي وي خو یوه هفته باندي یې نیمايي سیمي بیرته   ددښمن لاس ته لویدلي وي چې پرون بیرته په بشپړه توګه ورڅخه ونیول شوې.»

دا په داسې حال کې دی چې د هيواد په نورو ولایتونو کې هم مهال جګړه روانه ده او د ځینو امریکايي چارواکو له قوله چې د طالبانو دغه پراخ پرمختګ د اندېښنې وړ دی.

تېره ورځ د امریکايي پوځ لوی درستیز کابل کې د خبرو په مهال وویل چې په بېلابېلو ولایاتو کې د طالبانو پراخ پرمختګ افغان حکومت ته اندېښمنونکې موضوع ده.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د په غور، بادغیس، کندز او فاریاب کې د طالبانو بریدونو دولتي امنیتي ځواکونه خورا اندېښمن کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د