نظــر

د غلو په پاچاهۍ کې څه تیریږي

لیکوال: خالد افغان زوی

څو ورځې وړاندې د بي بي سي راډیو په ستاسو نظر پروګرام کې دا پوښتنه مطرح شوي وه، چې خلک د حکومت او پولیسو د امنیت په سیوري کې ځانونه څومره خوندي احساسوي؟ آیاد عامو خلکو سر او مال له امنیت څخه برخمن دی او کنه ؟

ددې پوښتنې دځواب لپاره دهیواد له مختلفو ولایاتو څخه بې شمیره افغانانو په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی د داړه مارۍ، غلا او ګډوډۍ په داسې چاپیریال کې ژوند کوي، چې پخوا یي ساری نه دی لیدل شوی ، عامو هیوادوالو ویل چې غلا په یو ټولنیزه پدیده بدله شوې ده، اوس غله نه له چاڅخه ډاریږي او نه شرمیږي، په رڼا ورځ ، په ډک بازار کې د خلکو له لاسو مبایل تښتوي، جیبونه وهي او حتی د غلا یو نوی او خطرناک ډول دادی چې دښار په عامه واټونو غله په موټرسایکلو سپاره ګرځي، که د چا په لاس کې لاسي بیګ ، لیپ ټاپ یا د سودا اخیستلو کڅوړه وویني یا د کومې زنانه په څنګ کې بغل بکسه وویني، په سپینه ورځ ورباندې حمله کوي او دسترګو په رپ کې یي ترې پورته کړي.

دننګرهار ښار یو اوسیدونکي د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړ او ویي ویل: په ننګرهار ښار کې څو تنه ښځې د طلافروشۍ دوکان ته راغلې، زیورات یي واخیستل او په ځانګړي بکس کې یي واچول، کله چې له دوکان څخه ووتې او په رکشا کې سپرې شوې، له مخامخ لوري دوو تنو موټرسایکل سپرو یي له رکشا سره موټر سایکل وجنګاوو، ورپسې دغه تنه راکوز شول یوه له رکشا چلوونکي سره جنجال پیل کړ او بل یوه په سپینه ورځ په ښځو برید وکړ، دښځو له لاسه یي د زیوراتو بکس د سترګو په رپ کې واخیست او سمدستي په موټرسایکل سپاره شول، او په خپله مخه لاړل.

ددغو هیوادوالو له ډلې یوه وویل چې د کندهار او کابل د موټرو په اډه کې غله ځانګړې شبکې لري، دوی څوتنه په موټر کې کیني، او یو تن د سپارلي په حیث ورسره سپور کړي، کله یي چې نیمايي لارې ته ورسوي ، پیسې ترې واخلي او همالته یي په دښته کې پریږدي.

ټولو هیوادوالو د غلاوو په زیاتوالي کې حکومت ملامت باله، خلکو ویل چې حکومت خپله غل دی، غله په پولیسو ، امنیتي ، قضایي او عدلي اورګانونو کې خپل ملاتړي او ملګري لري، که غل ونیول شي هم سبا بیرته خوشي شوی وي، همدا لامل دی چې غله اوس دومره سورسترګي شوي، چې په رڼا ورځ په ډک بازار کې حتی ښځو ته لاس اچوي او زیورات ترې غلا کوي.

زما یو ملګری کیسه کوي، چې د کابل د مکروریانو تر مخ مازدیګر مهال له چا سره په مجلس وم، مبایل فون مې په لاس کې وه، چې یو هلک پرې غوټه کړل ، له لاسه یي رانه وتښتاوو، ما چې ځان ورپسې منډې ته جوړاوو، هلک الونیا شوی وو.

کابل دافغانستان زړه دی، بهرني ځواکونه او حکومت هم ددې ښار امنیت ته خاصه توجه کوي او بهرنیان خو وایي چې ددې ښار دامنیت لپاره یي د څلویښتو ملکونو سوله ساتي راوستي دي، راځئ دلته د کابل ښار دیوه اوسیدونکي له خولې څو کیسې واورو چې په کابل کې دغلاوو او لوټماریو په اړه څه وایي .

په کابل کې غله د پولیسو په جامه کې په رڼا ورځ غلا، تښتونې او شکونه کوي، خو د کابل پولیس یا دا چې لار ورسره لري او یا هم د عمر داوودزي په څېر بې کفایته چارواکي اصلا د مسوولیت احساس نه کوي.

زه د خپل سترګو لیدل حال درته وایم، یوه اونۍ کېږي چې هره شپه د پغمان او کمپنۍ په ا ړونده سیمو کې وسلوال بانډونه د پولیسو په یونیفورم کې کورونو ته ننوځي او غلاوې کوي.

تېره شپه د سنبلې په څلورمه د پغمان دوده مست سیمه کې سرماښام د عمومي سړک پر سر اویا موټره درول شوي او توله سپرلۍ یې لوټل شوې ده. په همدې شپه لس کورونه وهل شوي خو پولیس نه خبر دي او نه هم د امنیت په تامین کې مرسته کوي، بلکې داسې ویل کېږي چې پولیس په خپله له غلو سره لاس لري او زمینه سازي ورته کوي.

تېره اونۍ په رڼا ورځ د کمپنۍ په بازار کې د دارالسلام روغتون ته یوه ډله غله ننوځي او په روغتون کې ناروغان او د روغتون کارکوونکي لوټلي، چې ټولې ۴ لکه افغانۍ یې له روغتون څخه وړې دي.

همدارنګه تېره شپه د کمپنۍ بازار ته نږدې اته کسان چې د پولیسو یونیفوم یې پر غاړه دی، دوه کسه زوی او پلار دروي او ورته وايي چې موږ جنايي پولیس یو او تاسو د شرابو کاروبار کوئ، د دواړو لاسونه تړي او وايي چې موږ ستاسو کور تلاشي کوو. غله کور ته ننوځي او خپل یو ملګری له پلار او زوی سره پیرې ته پرېږدي، خو زوی او پلار پوهېږي چې دوی غله دي، خپل لاسونه خلاصوي او دا یو کس رانیسي وهي یې او پولیسو ته یې په لاس ورکوي.

همدارنګه د کابل په تایمني، خوشال خان، کارته نو، احمد شاه بابا مېنه او نورو سیمو کې هره شپه په سلګونو کورونه وهل کېږي. وسلوال غله په ښار کې ازاد تګ راتګ کوي، خو د نیولو اقدام یې نه کېږي.

د کابل په لویدیځه سیمه کې اوس خلکو د شپې له خوا د پیرې نوبت لګولی او هره شپه د خپلو بامونو پرسر د خپل ځان او مال ساتنه کوي، خو د داوودزي ډوډۍ خواره پولیس د غفلت په خوب ویده دي او یا هم په فساد کې دومره غرق دي چې خپل اساسي مسولیتونه ترې هېر شوي دي .

دا یوازې د یوه ښار حال دی، که دافغانستان هر ښار راواخلې همداسې دغلاوو او لوټمار بازار په کې ګرم دی، حتی په لویو ښارونو لکه جلال اباد او هرات کې هره ورځ مالدار هیوادوال دپیسو په خاطر تښتول کیږي.

هیواد وال وایي چې ددې حالت تر شا دچارواکو مستقیم لاس دی، ځکه غله اول نیول کیږي او که بیا ونیول شي د چارواکو په واسطه بیرته خلاصیږي ، همدې حالت د افغانستان وضعیت یوځل بیا د تنظیمي ګډوډیو وخت ته ستون کړی دی .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x