د کیري په هلو ځلو روانه شوې ټاکنیزه پروسه بیا په ټپه ودریده – سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: نن یوځلې بیا د ټاکنیزو سیالو ټیمونو ترمنځ د را ولاړوشویو ستونزو له کبله د رأیو د تفتیش او ابطال پروسه په ټپه ودریده.

څه چې دا ځل د رایو د تفتیش په پروسه کې نوی ترسترګو کیږي هغه دا چې تر دغه ځنډ وروسته د پروسې د پرمخ وړلو واک او صلاحیت مستقیما د ملګرو ملتونو دفتر او په کابل کې د امریکې د سفارت دیپلوماتانوته وسپارل شو ؛ځکه نن چې کله د عبد الله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د رأیو د تفتیش پروسه تحریم کړه په کابل کې د یوناما د دفتر ویاند نظیف الله سالارزي له رسنيو سره په څرګندونوکې وویل چې د امریکي د بهرنیو چارو له وزیر جان کیرې سره د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ژمنه کړې وه چې هغوي به د تفتیش نتیجه مني ، بناءً اوس كه هر انتخاباتي ټیم له دې بهیره وځي د ټاکنیزې پروسې د تفتیش کار به په نورمال ډول پرمخ ځي او توقف به نه ورکول کیږي.

معنی دا چې تراوسه یواځې همدغو دوو تنو ولسمشریزو نوماندانو د ولس د استازیتوب په ادعاء لرلو سره د انتخاباتي پروسې په پرمخ بیولوکې ګډون درلود ، تر دې وروسته که هغوی په یاده پروسه کې موجود وي اوکه ترې وتلي وي ټاکنیزه پروسه به د ملګرو ملتونو او بهرنیو ديپلوماتانو لخوا په عادي شکل پرمخ وړل کیږي او کومې نتیجې ته چې هغوی ورسیدل د هغې له مخې به د افغانستان راتلونکی حکومت جوړیږي ، چې دا به د نړۍ پرمخ لومړنی داسې حکومت او نظام يي چې رايې د افغان ولس پکي کارول شوې وي او نتیجه به يي د ملګرو ملتونو او امریکايي ديپلوماتانو د لزوم دید پراساس اعلانیږي.

انتخاباتي روانه لانجه له پیله هم ولس ته دمنلو وړځکه نه وه چې ولس ورکې ګډون نه وو کړی ، که څه هم چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني په لومړي او دوهم پړاو ټاکنوکې تر اووه ملیونه زیاتو کسانو د مشارکت اعلان وکړ، خو د هغه خبره خپله د ولس مشریزو ټاکنو د یوه تن مخکښ کاندید له لوري هماغه مهال سمدستي تکذیب شو او نوموړي رسنیو ته په وضاحت سره وویل چې د هیواد امنیتي شرائط په هغه کچه مساعد نه دي چې دومره زیات شمیر خلګ دي په ټاکنو کې ګډون وکړي .

په هرصورت ! تیر دوه ځله خو د ټاکنیزې لانجې د حل لپاره خپله جان کیري زحمت وکړاو تر کابله پوري په ډیرو سختو امنیتي شرائطوکې راغی .

ښايي دا کرت جان کیري هم نور له دغې ستونزمنې لانجې څخه د خستګي له امله بیاراتګ ته زړه ښه نکړي؛ ځکه نور هغه ته هم داسې څه نه دي ورپاته چې د غه جنجالي ستونزه دي ورباندې حل کړاي شي.

تیر ځل چې ښاغلي جان کیري د ملي یووالي حکومت جوړولو کومه طرحه وړاندې ،او هغه مهال یې پر دواړو نوماندانو باندې په پټو سترګو ومنله ، هغه په حقیقت کې داسې تحمیلي طرحه وه چې د نظام جوړونې په برخه کې یې د افغانستان د اساسي قانون له موادو سره ښکاره ټکر درلود ، همدا علت وه چې یادې طرحې نورهم ټاکنیزه لانجه ستونزمنه کړه او ښايي په راتلونکي کې هم د هغې په پلي کولوسره متنازع لوري هیڅ موافقې ته ونه رسیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حنيف
میلمه
حنيف

دعبد الله دخولي نه كيري ته بوي ورزي زكه يي بوزه بنده كري…