
اسلامي دولت د امریکايۍ بندۍ په بدل کې د عافیه صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت د هغې امریکايۍ ښځې چې تقریبا یو کال مخکې يې نېولې د خلاصون لپاره د عافیه صدیقي خلاصون شرط کړی دی.
اسلامي دولت همدا راز ددغې امریکایۍ ښځې په بدل کې د ۶.۶ میلونه ډالرو غوښتنه کړې.
عافیه صدیقي پاکستانۍ مسلمانه ډاکتره ده چې د القاعده سره د اړیکو په تور امریکا نېولې. نوموړې اوسمهال د امریکا د ټیکساس په یوه زندان کې ده او د امریکا یوې محکمې پرې ۸۶ کلونه بند خېژولی دی.
د جیمز فولي د خلاصون په اړه هم اسلامي دولت دغه ډول شرطونه وړاندې کړي وو.
جیمز فولي امریکايي ژورنالست و چې تېره اونۍ وړاندې د اسلامي دولت له لورې ووژل شو او د وژنې ویډیو يې په انترنیت خپره شوه.
په هغه ایمیل کې چې د ګلوبل پوسټ له لورې نشر ته سپارل شوې په کې ویل شوي وو چې «تاسو ته څو ځل ددې موقع درکړل شوه چې خپل بندیان د پیسو له لارې خوشې کړئ. همدا راز موږ د بندیانو د تبادلې وړاندیز هم وکړ چې د امریکا په زندانونو کې بندي مسلمانان لکه ډاکتر عافیه صدیقي خوشې کړئ، خو تاسې دا په ثبوت ورسوله چې تاسو دې سره هیڅ دلچسپي نه لرئ.»
ایمیل کاږي چې تاسو د زور د ژبې پرته د مسلمانانو سره د خبرو کولو لپاره هيڅ لېوالتیا نه ښیئ.
امریکايي چارواکي وايي چې د جیمز فولي تر وژل کېدو وروسته د اسلامي دولت سره اوسمهال ۳ امریکایان بندي دي.
امریکايي تلویزون ای سي بي وايي چې دوی د عافیه صدیقي د کورنۍ له لورې لیک تر لاسه کړی چې په کې ویل شوي دوی د اسلامي دولت دغه پریکړه ستايي خو دوی د اسلامي دولت سره هيڅ ډول اړیکې نه لري.