
سوریا: القاعده پلوي جنګیالي د اسراییلو تر سرحده ورسیدل
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): په شام کې د پخواني واکمن بشار الاسد د نظام په خلاف جنګېدونکې اسلامي ډله جبهة النصره او نورو اسلامي پاڅونوال د الجولان په نامه لوړو ته د القنیطره په نامه سرحدي لاره نیولی.
د تفصیلاتو سره سم د المرصد السوري بشري ټولني ویلي چې نن ورځ جبهة النصره د نورو اسلام پالو جهادي ډلو په ګډون وتوانېدل، تر څو د الجولان لوړو سره سرحدي لاره تر خپلي ولکې لاندي راولي.
هغوی زیاته کړې چې د وسلوالو او نظامي عسکرو تر منځ په جګړو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي، چې ۲۰ یې د بشار الاسد د فوځ عسکر دي.
جبهة النصره القاعده پلوې اسلامي جهادي ډله ده، چې د بشار الاسد د واکمنۍ په خلاف د اسلامي دولت، د ازادۍ فوځ او نورو اسلامي ډلو تر څنګ جنګیږي او په سوریه کې د پاموړ سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري.
اسراییل د سوریا په سرحدونو کې ۱۲۰۰ کیلو متره مربع ځمکه د کال ۱۹۶۷ څخه لاندې کړې، او له هغه راهیسې هغه خپل د خیالي دولت یو حصه بولي.
بل خوا اسراییلي ځواکونو ویلي چې د الجولان په سیمه کې د جګړو له کبله ددوی یو تن عسکر هم په مرمیو لګېدلی، او ټپي شوی دی.
د اسراییل راډیو وویل د پولي په بله غاړه د جګړو له کبله یوې لادرکه مرمۍ یو تن اسراییلی عسکر ټپي کړی.
که څه هم د الجولان سیمه د سوریا او اسرائیل تر منځ د اختلاف لوی لامل او د جګړې سبب وو، خو د بشار الاسد د رژیم له خوا کله هم هڅه نه ده شوې، چې دغه سیمه ازاده کړي، بلکي ویل کیږي چې دواړو اړخونو کله کله د هاون او نورو توغندیو تبادله سره کول، خو یوه اړخ هم کله د جدي پرمختګ هڅه نه ده کړې.