ټولنیزه برخه

اسلامي کليزې ته د مسلمان اړتيا

لیکوال: محمد کروړ

عمر رضي الله عنه غوښتل چې مسلمانان دې يوه ځانګړې کليزه ولري، نو خپلو ملګرو سره يې پدې اړه مشوره وکړه؛ ځينو ورته ووې چې ميلادي کليزه به رايج کړو؛ ځکه له پخوا رايسې ترې استفاده کوو او زياتره ورسره اشنايي هم لرو، خو عمر رضي الله عنه دا نظر په قناعت کونکي دليل رد کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به هر څه کې د کفارو له مشابهته ځان ساته، ځکه د ښمن سره مشابهت د ايمان اساسي رکن الولاء و البراء ( دوستي او دښمني ) سره ټکر کې دی، نو هاغه ؤ چې مسلمانانو ته يې هجري يا اسلامي کليزه وړاندې کړ، او له هغې وروسته رايج کړای شو. او د دې کليزې اولنی ورځ جمعة محرم مياشت د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت لمړۍ ورځ او لمړۍ کال دی. دې کليزې ته هجري ځکه وايي چې مرجع يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت لمړۍ ورځ ګرځول شوې ده.

نو هجري کليزې ته د مسلمان اولنۍ اړتيا ايماني تقاضا ده؛ ښايي د خپلې عقېدې په بناء هجري کليزې نه استفاده وکړو.

بل دا چې؛ زموږ زياتره عبادات دې کليزې سره تړلي دي، او د دې کليزې له پېژندنې پرته له مسلمان څخه ډېر مهم عبادات، د اسلام اساسي ارکان شعائر او فضايل فوت کيدای شي چې يوڅه يې په لاندې ډول دي:

د رمضان مياشت کې روژه نيول؛ روژه د اسلام دريم رکن دی، او رمضان د اسلامي جنترۍ نهمه مياشت ده، او دې مياشت کې روژه نيول په هر ملکف او قادر باندې فرض ده. او همدې مياشت کې د ليلة القدر شپه؛ چې عبادت پکې د زر شپو او کلونو ډېر غوره دی.

کوچنی اختر؛ چې د رمضان مياشت په پای کې د الله تعالی لخوا مسلمانانو ته ورکړای شوی، او خپله خوښي پکې څرګندوي، دا هم د اسلام له شعائرو څخه دی.

د شوال مياشت کې شپږ ورځې روژه نيول؛ د دې روژې ډېر فضيلت رغلی، رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايلي: چا چې رمضان روژه ونيوله او بيا يې ورپسې د شوال شپږ ورځې روژې ونيولې داسې شو لکه ټول کال چې روژه وي.

حج؛ د اسلام پنځم اساسي رکن دی، او په کال کې يوځل د ذي الحجي په مياشت کې اداء کيږي.

د عرفې روژه؛ د عرفې روژه د ذي الحجې مياشت په نهمه ورځ ده، او د دې په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې الله تعالی به د دې نيونکي ته د تېر او راتلونکي کال ګناهونه معاف کړي.

لوی اختر؛ د ذي الحجي په لسمه ورځ د دمسلمانانو لوی اختر دی؛ او دا د اسلام له سترو شعائرو څخه دی، او همداراز د ابراهيم عليه السلام قربانۍ ياد پکې را تازه کيږي، او هر مسلمان الله تعالی ته خپله قرباني وړاندې کوي، او ټولنه کې د صدقاتو او خواخوږيو ستر مظاهر تر سترګو کيږي.

د عاشورا روژه؛ دا د محرم مياشت لسمه ورځ ده، او پدې اړه هم رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي د عاشورې د روځې روژه د تېر کال ګناهونه بخښي، خو د يهودانو سره د توپير په موخه رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل که را روان کال ته ژوند پاتې شوم نو يا به يوه ورځ ترې مخکې نيسم او يا وروسته؛ يعنې يا به نهمه او لسمه ورځ، او يا به لسمه او يولسمه ورځ روژه کوم.

همداراز زکاة به هم د همدې کليزې د مياشتو لمخې ورکول کيږي، او کله چې د ښځې خاوند مړشي نو د دې کليزې د مياشتو او ورځو په شمار به څلور مياشتې او لس ورځې موده په کور تېروي، چې يوسل دېرش ۱۳۰ ورځې کيږي، ځکه زياتره د ميلادي او يا شمسي کليزې د مياشتو او ورځو لمخې عدت تېروي چې دا تېروتنه ده.

سربيره پردې که خپل تاريخ ته وګورو نو زياتره پيښې د همدې کليزي په مياشتو او ورځو کې ثبت شوي، لکه: د نبي صلی الله عليه وسلم هجرت، د بدر غزوة، د مکې فتحه او ديته ورته ډېرې په زړه پوري وقايع دا تاريخ راپه زړه کوي.

هجري کليزه:

که قرآن کريم ته وګورئ نو د همدې کليزې قمري مياشتو ذکر پکې شوی؛ لکه الله تعالی فرمايي: (( شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن))
او سورة التوبة کې فرمايي: ((إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ))

ژباړه: حقيقت دا دی چې د مياشتو شمېر له هماغه ورځې نه چې الله اسمانونه او ځمکه پېداک کړېده د الله په ليکنه کښې همدا دولس مياشتې دي، او له هغو نه څلور مياشتې حرامې دي. همدا سم صحيح قانون دی. نو په دې څلورو مياشتو کښې پر خپل ځان ظلم مه کوئ او ټول يو موټي شئ له مشرکانو سره و جنګېږئ لکه څنګه چې هغوی ټول يوځای له تاسې سره جنګيږئ او وپوهېږئ چې الله تعالی د متقيانو ملګری دی.

څلورمحرمې مياشتې: ذوالقعدة، ذوالحجة، محرم او رجب.

د دې کليزې دولس مياشتې او د نومونې لاملونه يې په لاندې ډول دي:

 محرم : ځکه ورته محرم وايې چې د جاهليت دور کې به دې مياشت کې جګړه نه کېدله.

 صفر: دې مياشت کې به د عربو کورونه خالي کېدل او ټول به جګړو ته وتل.

 ربيع الأول : دا مياشت پسرلي کې راغلې وه، عربي کې ربيع پسرلي ته وايي.

 ربيع الآخر : ځکه دا مياشت ربيع الاول پسې ده.

 جمادى الأولى: دا مياشت سخته يخنی کې راغلې وه.

 جمادى الآخرة: ځکه دا مياشت جمادي الاولی پسې ده.

 رجب: ديو شي احترام کول، او د جګړې بندولو ته هم وايي.

 شعبان : دېته ځکه شعبان وايې چې د رجب او رمضان منځ کې يې انشعاب کړی دی.

 رمضان: دا مياشت ګرمۍ کې راغله نو رمضان يې ونوموله.

 شوال: د اوښې غلانځې وچېدو ته شوال وايې، او همداراز د حرارت درجې پورته کيدوته هم شوال وايي.

 ذو القعدة : دېته ځکه ذو القعدة وايي چې عربان به دې مياشت کې له جګړې کيښناستل.

 ذو الحجة: دې مياشت کې به عربانو حج کولو.

د دې دولسو مياشتو بدليدل د سپوږمۍ دوران پورې تړلي شوي دي، او هره مياشت نهه ويشت يا دېرش ورځې وي، کال يې څه باندې ۳۵۵ ورځو ته رسيږي.

نو مسلمان د کال ټول ژوند کې دې کليزې ته اړ دی، او که ناخبره شي نو څومره ستر زيان يې په مخه دی، هغه که فرد دی يا دولت د دواړو نظام او اړتياوې دا تقاضا کوي چې دا کليزه رسمي کليزه وګرځول شي، له کور او ټولنې نيولی تر دولته بايد دې کليزې سره اشنايي پيدا شي، ترڅو بيا د اړتيا پرمهال د اضطراب او تشويش سره مخ نشي، دا څه مانان چې ټول کال پردۍ کليزه استمعالوه او يواځې د اړتيا پر مهال له هجري کليزې استفاده کوه، د مسلمان سره هيڅکله داسې نه ښايي چې خپل ديني شعار او يا د هغې کومه نښه دا ډول وغورځوي، او شاته يې پرېږدي، لږ فکر پکار دی چې عمر رضي الله عنه بيا ولې دا ستر ګام پورته کړی؟

نو دې لپاره چې دا ټولې اړتياوې مو نظر کې نيولې وي، د دې کليزې ترويج او ژوندۍ ساتنې لپاره کوم ډول خدمت کولای شې؟

خپلو کورو يا ښونځيو کې ماشومانو او زده کونکو باندې د دې مياشتو او د هلال د دعاء حفظول.

هره مياشت د هلال په ليدنه ډېر تاکيد کول.

د خپلې وسې په اندازه اسلامي کلېزه ملګرو ته ډالۍ کول، کور کې خو بايد وي.

ملګرو ته د دې کليزې د ترويج توصيه، او پدې اړه معلومات ورکول.

کلي او يا مسجد کې؛ امام د دې کليزې ترويج ته تحريکول، ترڅو يې پخپلو خطبو او بيانونو سره عامه کړي.

د دې کليزې په اړه د بچيانو، او يا ښونځيو کې د زده کونکو ترمنځ مسابقي ترتيبول او يوه وړه جايزه کېښودل.

په ورځپاڼو، کتابونو، ليکونو او نورو ورته چارو کې له همدې کليزې استفاده کول.

د دې کليزې فايدې بيانول، او همداراز په عقيدوي ډول خلک جوړول چې دېته بېرته راوګرځي، او لمينځه وړلو مخه يې ونيسي، ځکه نبوي صلی الله عليه وسلم دور کې هم يهودو دا کليزه نه خوښوله، او د دې ګډوډولو کوښښونه يې کول، مشرکانو به هم د دې مياشتې مخکښې او وروسته کولې، بيا الله تعالی په هغه آيت کې چې پورته مې ذکر کړو لدې کاره منعه وکړه، نو دا د هر مسلمان دنده ده چې د دې کليزې ساتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x