نړۍ

دعربی نړی له ښورښت نه وروسته دمراکش خاوره هم په جوش کی راغله

moroccoدتونس اومصر د انقلابونو څخه وروسته پاتي عربي نړی هم په مظاهرو او لاریونونو لاس پوری کړی.

له تیرو څو ورځو راهیسي په یمن، لیبیا اوبحرین کی خلګ دهیوادونو دلویو ښارونو لارو او کوڅو ته راوتلی دی او دحکومت په ضد مظاهرو یی لاس پوری کړیدی.

چی په لیبیا کی تراوسه پوری دلاریون کونکو اوپولیسو ترمنځ په اخ وډب کی څه دپاسه ۲۰۰ لاریون کونکو خپل ژوند له لاسه ورکړیدی اوپه سلګونو نورهم ټپیان شویدی، دنړیوالی بشری حقوقو ټولنی دلیبیا وضعیت یو بشری افت بللی دی او د لاریون کونکو په مړینه یی سخته غصه اوقهر ښودلی ده.
له بله پلوه دفرانسی حکومت هم دلیبیا دحکومت له طرفه له مظاهره چیانو سره خبری کول ناکافی بللی دی اودلیبیا هیواد پر روان حالت یی اندیښنه ښودلی ده، په لندن اوقاهره کی هم خلګو دمعمر قذافی په خلاف مظاهری کړیدی اوله نوموړی څخه غوښتی دی چی نور دی خپله څلویښت کلنه ټولواکی پای ته ورسوی، او ولس ته دی اجازه ورکړی چی خپل راتلونکی په خپله وټاکی.
پداسی حال کی چی دلیبیا بن غازی ښار کی مظاهرو نور هم زوراخیستی دی، نن دلاریونونو څپی دلیبیا پایتخت طرابلس ته هم ورسیدی
او د معمرقذافی زوی سیف الاسلام هم نن پررسنیو راڅرګند شو اوخبرداری یی ورکړ، کچیری دمظاهرو لړی طرابلس ښار ته را ورسیږی نو ویره شته چی هیواد کی به کورنی ناورین رامنځ ته شی، نوموړی زیاته کړه چی نړی دی دا فکر نکوی چی معمر قذافی هم دبن علی اویاهم هم دحسنی مبارک په شان دی، بلکه زمونږسره ولس اوفوځ کلکه ملګرتیا سته اولاریون کونکو ته به هیڅ هم په لاس ورنه شی.
خو داسی ګمان کیږی چی ولسی طوفان ټوله عربی نړی په غیږ کی را اخیستی ده، تیره ورځ مراکش کی هم په زرهاوو خلک دمراکش
پایتخت لارو اوکوڅو ته راوتلی ول، دحکومت په خلاف یی شعارونه ورکول، او داقتصادی، تعلیمی اوصحی اصلاحاتو غوښتنه یی کوله
او د لاریون کونکو مرکزی نطقه دمراکش پارلمان وو ترڅو خپل ږغ دمراکش تر ټولواک شهنشاه محمد پوری ورسوی اوداسی فکرکیږی چی شهنشاه محمد۶ نسبت خپل پلار ته نرم زړه او ازاد فکر لری، ویل کیږی چی دسپینو بیرغونو یو بحر دکیسابلانکا دمحمد۶ دماڼی په لور روان وو اودحکومت ضدشعارونه یی ورکول.
دمراکش چارواکی وایی چی مظاهری پرامنه وی، خو بیاهم دمراکش په مرکزی سیمو کی لاریون کونکو یوشخصی خوړن ځای مکډونالډ ریسټورانت ته او اور واچوه اوهمدارنګه دمراکش په شمالی ښارعرائش کی هم ځینی خرابکارانو دلومړی وزیر دماڼی په شمول ځیني دولتی ودانیو ته اورواچوی اویو پطرول پمپ یی هم وسوځاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x