نظــر

پوليس دټولنې خدمتګار که فساد خپرونکي!!

ليکوال : احمد زبير پکتياوال

کله هم چې موږ د افغانستان د عامو خلکو په حق کې د پوليسو سرغړونې او د هغوى پر حقه حقوقو د تېرې هره برخه راوسپړو،نو داسې حقايق به مو مخې ته راشي، چې انسان يې په اوريدلو د شرم احساس کوي، او تر سره کوونکى يې له لويه سره انسان نه بلل کيږي.

نن سهار دهيواد طلوع تلويزون پښتو خبرونه چې په ژوندۍ بڼه خپريدل ،ناڅاپه په غوږو مې يو خبر چې په داخل کې يې څو نور خبرونه درلودل واوريد،خبر څه په دې ډول وه :په هيواد کې دښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پيښې زياتي شوي دي ،تېره ورځ د کابل په قرغې سيمه کې وسلوالو کسانو په ۸ ښځو ډليز جنسي تېري وکړ،همدا راز په دشتي برچي سيمه کې د يوې ښځي څخه سر پری شويده او بله هم په کابل کې مړه موندل شوی ده ،دخبرونو په ادامه يې وويل چې څو ورځې وړاندې په هرات کې هم يوه کس خپله وريندار دکولنګ پواسطه وژلې ده ،خو دلته به موږ يوازې د قرغې پر پيښه بسنه وکړو.

که دلته د خبريال چالاکي ته ځير شو،نوډير څه يې د هيوادوالو څخه پټ کړل ،لمړۍ دا وسلوال څوک وه چې په رڼا ورځ يې د هيواد په زړه کې په يوې نه ،په ۸ ښځو ډليز جنسي تېرې وکړ،کله چې له يادو ښځو څخه پوښتنه وشوه نو اشاره يې پوليس(پوليس دټولنې خدمتګار) ته وه ،چې په ډير فخر سره يې په شنو اوسپينو ډاډسونو ليکلي ،دا لمړۍ ځل نده چې داسې پيښي موږ اورو ،همدانن ددې پيښي په تړاو دطلوع تلويزون دبشري حقوقو د خپلواک کميسون دمطبوعاتو ددفتر وياند رفيع الله بيدار ميلمه کړی وه له هغه څخه خبريال پوښتنه وکړه ،چې دتېرې ورځې دپيښې په اړه تاسو کوم اقدام کړی؟

هغه په ځواب کې ورته وايي چې تر اوسه د يادې پيښې په اړه موږ ته شکايت نده راغلي ،بيا خبريال ترې پوښتنه کوي چې ولئ تاسو دداسې پيښې څيړنه نه کوي ؟

هغه په ځواب کې ورته وايي ،چې په افغاني ټولنه کې د شرم او حيا په بنياد اکثره خلک داسې پيښې موږ سره نه شريکوي ،خبريال ترې بيا پوښتنه کوي چې تاسو سره دداسې پيښو څه دقيق ارقام شته ؟

هو په تېرو ۴ مياشتو کې ۵۲۸ غټې پېښې چې هره يوه له ځان سره نورې ۲يا ۳ پېښې لري چې ددې مجموعي تعداد له ۱۲۰۰ سوه څخه اوړي ،خبريال ترې وروستۍ پوښتنه کوی ،ددومره واقعات ولئ کيږئ ددې علت څه شې ده ؟

رفيع الله بيدار وروستۍ پوښتنې ځواب پدې ډول ورکوي : چې دلته څوک جرم وکړي که هغه هر څومره لوي وي ،عاملينو ته سزاء نه ورکول کيږي ،ځکه عاملين په خپله دولتي چارواکي دي ،چې د څو روپيو په بدل کې خوشې کيږي همدا وجه ده چې اکثره د جنسي تېري واقعات دولتي منسوبينو په لاس کيږي .

که د بيدار صیب مرکې ته نظر وکړو او دده خولې ارقام چې په ۴ مياشتو کې ۱۲۰۰ پيښې ښي ،چې د ورځې په اوسط ډول سره ۱۰ پيښې ترې جوړيږي ،دا هغه ارقام دي چې متاثره کورنيو خپل غږ دبشري حقوقو تر دروازې پورې رسولی ،هغه ارقام چې متاثره کورنۍ دشرم او حيا له وجې پټ ساتې زرهاوو ته رسيږي ،تېر کال د جون په مياشت کې هم تش په نامه دبشرحقوق يو راپور (تحقيق ملي در مورد عوامل و زمينه‌ هاي تجاوز جنسي و قتل ناموسي) تر عنوان لاندې نشر کړ ،په ياد راپور کې راغلي ول ۳۲،۶ فيصدعاملين دپوليسو پواسطه ندي نيول شوي،۳۹،۵ فيصده عاملين محاکمه شوي ندي ،همدارنګه دپوليسو په هکله وايي چې ۱۴،۶ فيصده پوليس په خپله په جنسي تېريو کې ښکيل دي ،که موږ کله هم داسې زړه بوږنونکې واقعه اورو نو تر شا به يې خامخا دټولنې دخدمتګارانو لاس وي، تردې دا معلوميږي چې په ټولنه کې اصلي فساد خپرونکي همدا دولتي کارمندان او پوليس دي ، د هغه پوليس دي چې د اشغال په سيوري کې رامنځه شوي رژيم په لمن کې روزل شوى، او د مزدورو څېرو په دې سپيڅلي ملت د امنيت د ساتونکي په نوم تپل شوى دى.

دغه وسله په غاړه ځواک چې په موټرو يې ليکل شوي (پوليس د ټولنې خدمتګار) په اصل کې د غربي عريانيت په خدمت کې دى او نه يوازې دا چې د خپل ناروا زور له لارې د عفيفو مېرمنو د عفت ټيکري شکوي، بلکې په خپلو ليکو کې هم له ورته بد اخلاقۍ څخه برخمن دي، لکه چې تېرکال د کابل د اداري د ښځينه پوليسي ځواک دولس تنو ښځو د رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د هغوى افسران پر هغوى جنسي تيري کوي، او د جنسي کړاو لاندې يې نيسي.

دغه کړنې موږ ته زموږ د مبارزې او جهاد د حقانيت دلايل دي، او چوپو خلکو ته ښيي چې د ظلم په وړاندې چوپتيا هم جرم او ظلم دى، او هغه کسان چې پوليس او په اصطلاح د افغانستان افغان امنيتي ځواک بې ګناه، سپيڅلى او ملي ځواک بولي، او مجاهدين د هغوى د وژلو او مخنيوي له امله د خپل هېوادوال په وړاندې په جګړه تورنوي، بايد وپوهيږي چې په افغانستان کې روان جهاد نه يوازې دا چې د کفر او د کفر د ګوډاګيانو په وړاندى دى، بلکې جهادي لښکر د دغسې (فساد في الارض) او ظلم په وړاندې هم  ټوپک غاړې ته اچولى، او تر هغه وخته به سنګر نه پريږدي څو پورې چې له هېواده دغه د کفر په مټو واکمن شوي د واک له ګدۍ راغورځول شوي نه وي.

ليکوال :احمد زبير پکتياوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x