نظــر

د بډه بیرې بس بل سټاپ واخیست

لیکوال: محمد ګل

تیرکال چې د حج په سفر وم، راډيو او انټرنیټ ته مې لاسرسی نه و، ددنیا له حالاتو داسې ناخبره وم ، لکه کومې بلې سیارې ته چې تللی یم، خو له ټولې ناخبرتیا سره سره له دوو خبرو خبر شوم، یو د حکیم الله مسود له شهادت څخه او بل یوه ورځ یوه ملګری په حرم شریف کې راپه غوږ شو، چې راشه له نوې دې خبر کړم، ما ویل څه خبره ده؟ ویل دوستم د اشرف غني معاون شو. ما ویل هسې به راسره مسخرې کوي، ځکه اشرف غني خو ځان تکنوکرات ، ماډرن ،د دموکراسۍ او بشري حقوقو ټیکدار بولي، چې دوستم یي همیشه قاتل او جنایت کار باله، زما زړه ته نه لویده خو ملګري راته د خپل سمسونګ مبایل په انټرنیټ د کاندیدانو لست وښود، چې رښتیا په کې دوستم داشرف غني معاون و.

مطلب داچې تیر کال دحج په موسم کې ټاکنې پیل شوې، سږ کال دادی بیا حاجي صاحبان روان دي، د حج موسم رابر شوی دی، څوک احرامونه اخلی،څوک مناسک زده کوي او څوک په نورو تیاریو بوخت دي، مګر د تیر کال پیل شوي ټاکنې لا نتیجې ته نه دي رسیدلې، نن مې هماغې خاطرې او ننیو حالاتو ته سوچ وکړ، پوه شوم چې دټاکنو په پروسه کال اوښتی دی، همدانن د ډاکټر عبدالله کسان یوځل بیا د کمیسیون له ګودامونو وتلي، د تفتیش پروسه یي تحریم کړې او په دې توګه د ټاکنو پروسه چې دبډه بیرې دبس غوندې پالې پالې روانه ده ، همدا نن یې یو بل سټاپ اخیستی دی .

د پښتنو په محاوراتو کې هغه کار یا شخص چې بې حرکته وي یا بیا بیا ځنډیږي خلک یي د بډه بیرې له بس سره تشبیه کوي، بډه بیره دپیښور ښار په پیڅه کې د یوه ښارګوټي نوم دی، ویل کیږي چې بسونه یي خورا زاړه او له کاره لویدلي دي، چې ځنګیدلې ځنګیدلې په لاره روان وي، تردې چې یوه طنزي شاعر خو ورپسې دا شعر هم جوړ کړی دی .

د بډه بیرې بس کې مه ځه ډیر خطر دی

د ګوډ خره نه بدتر دی

په لار کې به پنچر وي

د ولسمشرۍ د ټاکنو پروسه هم هوبهو هماغه د بډه بیرې بس ته ورته ده، پوره یوه کال وشو چې دا پروسه پیل شوې، لومړی پړاو ، دوهم پړاو ، ورپسې د صندقونو دانتقال او رای شمیرلو پړاوونه ، ورپسې د تحریمونو او بایکاټونو پړاونه پیل شول، چې په نتیجه کې یې د دې بس پخوانی ډریور یوسف نورستانی کاملا ناکام وبلل شو، نوځکه ورته د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جانکیري راغی او د بډه بیرې د ټاکنیز بس اشترنګ ته په خپله کیناست .

جان کیري چې پوخ ډرایور معلومیده، لومړی یي بس ته ډیر بد ګیرونه وربدل کړل، ریز ته یې لته ورکړه او شنې لوخړې یي ترې وایستې ، د بس سوارلۍ خوشاله وې، چې زر به منزل مقصود ته ورسیږي، خو بس په نیمایي لاره بیا پنجر شو، جان کیري یوځل بیا لاس په کار شو، د خپل کیلنډرانو په مرسته یي دبس پنچري ونیوله ، بس حرکت وکړ، خو لا یي دپام وړ حرکت نه و کړی، چې همدانن ټاکنیز بس یوځل بیا په ټپه دریدلی .

معلومه نه ده چې دا ځل د بس کوم ځای خراب دی، فلنجر یي وهلی،رډیټر یي خراب دی،ډیزل پمپ یي لیک دی او که یي ماشین بخار کوي،د بس د پخواني ډرایور مرستیال عبدالرحمن هوتکي نن اعلان وکړ ، چې دټاکنو شین راکېټ یوځل بیا په شګو کې پنچر دی، او یوځل بیا دجانکیري راتګ ته ضرورت دی .

د ټاکنو د ځنګيدلي بس ډریوران او کلینران د سفر داوږدیدو له امله هیڅ اندیښنه نلري، ځکه ددوی خو کار همدا کلینري دي ، خو حال د هغو سپارلیو خراب دی چې له پیله یي په دې پروسه باور کړی او د ټاکنو بس ته ورختلي دي.

دوی اوس هغو سپارلیو ته ورته دي چې کلینر ترې کرایه ټوله کړي وي او موټر یي په نیمه لار پنجر ولاړ وي، چې نه بیرته خپله کرایه غوښتلی شي او نه موټر پریښودی شي، د ټاکنو دبس سپارلۍ په خپل دې سفر سخت پښیمانه ده، زیاتره یي ډرایورانو او کلینرانو ته ښکنځلي کوي، خو دزړه سوخت یي نه کمیږي .

په ترکیه هیواد کې ټاکنې سهار پیل شوې و ماخستن چې اذانونه کیدل، رسمي پایلې یي اعلان او اردوګان ولسمشر شو، خو دافغانستان د ټاکنو په پروسه دادی پوره کال ووت، خو لا یي هم سر په دریاب کې دی، لا هم کنډوکپر لارې، جمپونه او پیچومي پاته دي، معلومه نه ده چې د بډه بیرې بس به څه وخت اډې ته رسیږي، د پیښور له حاجي کیمپ څخه یو ځل بیا حاجیان حج ته احرامونه تړي، خو د بډه بیرې بس لا د حاجي کیمپ د بسونو اډې نه دی رارسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x