ادبي لیکني

توبه (لنډه کیسه)

لیکوال: حمدالله حلمیار

عبدالله او یاسر دواړه ډیره سره خواږه ملګري وو دوی لومړی ځل په ابتدائیه ښوونځۍ کي سره ټولګیوال شول او له هغي اولي ورځي د دواړه تر منځ خوږه یارانه ولویده دوي ښوونځی په ګډه یو ځای خلاص کړ خو په پوهنځۍ کي د دواړو لاري بیلي شوي، مګر د لارو بیلوالي دوي هیڅکله سره بیل نکړل، خپله دوستي یي بیا هم سره پالله،وختونه تیر شول د دتحصیل دوره یي هم مخ پر خلاصیدو شوه دواړه خپلو اهدافو ته رسیدونکي وو ، دا کال په رخصتیو کي عبدالله او یاسر دا وپتییله چي یو څو شپي به د ترکیي استانبول ښار ته دسیل او سیاحت لپاره ولاړ شي، او لږ به له ژونده خوند واخلي، دسفر لپاره یي تیاری ونیوی او یوه ورځ د ترکیش ایرلاین په الوتکه کي د ترکیي پر لور والوتل، د توریسټ ایجنسۍ په مرسته یي دلته په استنبول کي په پنځه ستوریز هوټل کي هستوګنځی بوک کړی وو ، نو دوی هم سیده دخپل هوټل پر لور روان شول، دهوټل کیشیر ته یي خپل رسید او کارت ور وښود هغه لومړی عبدالله او یاسر ته وکتل او بیا یي کارت ته او زیاته یي کړه: تاسو له کوم ځای نه راغلي یاست؟

عبدالله ورته وویل: موږ له مدینې منوري څخه راغلي یو! سړی موسکی شو او دمیز له شا څخه د عبدالله دوی خواته راغی له دواړو سره یي په مینه تود روغبړ وکړ، او بیا پخپله ددوی تر اطاق پورې ورسره بدرګه راغی، دهوټل محاسب ډیر په ادب دوی ته جانماز، دقبلې لوری او دلمونځ کولو ځای ور وښودل، او دراوتلو پر مهال یي دا هم ورته وویل چي په لاندي منزل کي په جماعت سره لمونځ اداکیږي دغه پر میز دلمانځ دوختونو نقشه ایښي ده دلمانځه مهال تاسو لاندي مسجد ته راتللای شي،

عبدالله او یاسر خپل سامانونه په اطاق کي پریښول، او دوی بهر ته په منظره را ووتل، د دوی هوټل هم له سمندر سره څیرمه وو، دوی هم په ټکسي کي کیناستل او سمندر ته ولاړل، عبدالله او یاسر په لومړي ځل نیم بربنډه ښځي لیدلي چي ګرځي، د سمندر په اوبو کي خو بیخي ګډه وډه کیسه وه ښځي او نارینه یو ځای سره لمبیدل، دوی لومړی دشرم احساس کاوو خو څرنګه چي دواړه په همدغه نیت له کوره راغلي وو نو بیا به یي زړه ټینګ کړ او بي پروا د نورو خلګو په څیر په میله ورګډ شول، نژدي د نڅا او شرابنوشي یو بار وو له څه وخت لامبو وهلو وروسته د شرابخاني پر لور ورغلل هلته یي تر نیمی شپي شرابونه او کبابونه وخوړل نڅاګاني یي وکړي او بیا په نیم نشه حالت کي دخپل هوټل پر لور راغلل، اطاق ته له ننوتو سره سم پر بسترو ور وغورځیدل او ویده شول، د دوی تر راتګ دمخه څو ځله روم سروس والا راغلي وو دروازه یي ټک ټک کړي وه خو څه ځواب یي نه و تر لاسه کړی د هوټل کیشیر ورته ویلي وو چي پریږدی دا میلمانه له مدینې راغلي دي اوس وختي به ویده شوی وي تر څو بیا تهجد ته را پاڅیږي، سهار وختي کومو کسانو چي لمونځونه کول لاندي منزل ته د جماعت لپاره راکوز شول له سنتو وروسته دامام په انتظار شول، وروسته چا غږ وکړ چي امام نن نه راځي څه کار ورپیښ شوی ده، د هوټل محاسب ژر یو کس ور ولیږی ترڅو عبدالله او یاسر راپاڅوي هغه کس چي ددروازي زنګ وواهو دوی دواړه راویښ شول جړ ویښتان او په ویریدلي څیره یي دروازه ور پرانیسته دهوټل کار کوونکي ورته وویل: نن د مسجد امام نه ده راغلی ټول خلګ تاسو ته انتظار دي تر څو دلمانځه لپاره مخکي شئ، عبدالله چي دهغو خلګو نیک نظر او خپلو ناولو اعمالو ته فکر شو ژر یي استغفار ووایو یاسر چي هم خپلو بد اعمالو او دخلګو ښه نظر ته پام شو ډیر متأثره شو خپل مخ ته یي څپیړي ورکړي او ډیري دپښیمانۍ اوښکي یي توی کړي، عبدالله او یاسر له دغه ورځي وروسته توبه نصوح وایسته او دتل لپاره یي له ناوړو کارونو څخه لاس واخیست، سبحان الله پر کوم چا چي الله جل جلاله خپل فضل او نظر لري هغه ته پر ګناهونو باندي وس نه ورکوي او له کوم خلګو سره چي محبت لري نو دګناه څخه یي دنیکیو پر لور راګرځوي.

اللهم یا مصرف القلوب صرف قلوبنا علی طاعتک
اللهم یا مثبت القلوب علی دینک.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x