نړۍ

د مصر لوی څارنوال محمد مرسي قطر ته په جاسوسۍ تورن کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه، ۱۳۹۳ل): د مصر لوی څارنوال پر پخواني ولسمشر محمد مرسي تور لګولی، چې قطر هېواد ته يې د مصر د ملي مصالحو پټ امنيتي اسناد ورکړي دي او نوموړی يې قطر ته په جاسوسۍ تورن کړی دی.

د مصر لوی څارنوال امر کړی، چې محمد مرسي بايد د نوموړي جرم په تور پنځلس ورځې بندي شي.

محمد مرسي له دې مخکې هم د ګڼو تورونو له امله په اعدام محکوم شوی دی.
د تېر ۲۰۱۳ م کال د جولايي درېيمې نېټې راهيسې، اوسني ولسمشر، چې هغه مهال د پوځ سرلښکر و، د ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي پر ضد پوځي کودتا وکړه او له هماغه وخته د محمد مرسي د پلويانو پر ضد تاوتريخوالی پيل شوی او تر اوسه له څوارلس سوو زیات کسان وژل شوي دي.

عربي رسنۍ د مصر د لوی څارنوال له قوله وايي، چې محمد مرسي واک ته له رسيدو سره سم د مصر د ځينو لوړپوړو امنيتي چارواکو او د مصر د ملي مصالحو پټ اسناد قطر هېواد ته سپارلي دي او د نوموړي تور له امله بايد محمد مرسي پنځلس ورځې د پوښتنو ګرويږنو په موخه بندي شي.

سرچينې زیاتوي، چې د لويې څارنوالۍ مستنطقين محمد مرسي ته ورغلي او له نوموړي يې زندان کې د ياد تور په اړه پلټنې پيل کړي دي.
د جنرال عبدالفتاح السيسي لخوا د ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته د قانوني حکومت د ملاتړ اړوند مظاهرو او لاريونونو کې له څوارلس سوو زيات کسان وژل شوي او د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران زندانيان دي او ګڼ شمېر يې په اعدام محکوم شوي دي.

د جنرال سيسي په مشرۍ له پوځي کودتا وروسته مصر، امارات او سعودي عربستان کې اخوان المسلمين ترهګر ګوند اعلان شو او د نوموړي ګوند په هر ډول فعاليتونو بنديز لګيدلی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x