ټکنالوژي

د «Gmail» کاروونکو لپاره خطرناک خبر

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه، ۱۳۹۳ل): د کيليفورنيا پوهنتون د ساينس او ټيکنالوژۍ پوهنځۍ په يوه نوې څېړنه کې څرګنده کړې، چې د ګرځنده ټيليفون «مبايل» له لارې د جي مېل کارول زموږ ستاسې لپاره ګواښوونکي دي؛ ځکه چې انټرنيټي غله «هېکران» په ډېره اسانه کولای شي، ستاسې اکاونټ غلا کړي.

ساينس پوهان وايي، چې اينډرايډ، ايډوز او IOs په ګډون ګردو مبايلونو کې دا کمی شته، چې «هېکران» يې جي مېل اکاونټ په اسانه غلا کړي او زموږ تاسې شخصي ارژښتناک، پټ او مهم معلومات او اسناد افشا کړي.

په ياده څېړنه کې ويل شوي، چې انټرنيټي غله د جي مېل په غلا کې ۹۲ سلنه بريالي دي.

ساينس پوهان وايي، چې خلک بايد د مبايل له لارې خپل جي مېل اونور شخصي اکاونټونه خلاص نکړي؛ ځکه چې له دې لارې يې د اکاونټونو غلا کول ډېر اسانه دي.

 

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close