نړۍ

ليبيا، يمن اوبحرين کي دمظاهروشدت، 62 لاريونيان وژل شوي

bahrain_uprising1منامه/طرابلس/صنعا…ليبیا، يمن اوبحرين کي دحکومت په ضدلاريونونوکي تېزي راغلي ده.
په ليبياکي پنځوس، يمن کي څلوراوپه بحرين کي اته تنه لاريون کونکيودخپلوځانونونذرانه ورکړه.

 دبحرين په پلازمېنه مناماکي دپنجشنبې په ورځ دپوځيانوپه ډزوکي څلورتنه مظاهرين ووژل شول دجمعې په ورځ له جنازې څخه داګرځېدونکوپه جلوس باندي پوځيانوله څرخکوڅخه پيرونه وکړل چې له امله يې څلورنورلاريونيان ووژل شول.
دغه رازدپوليسوله خوادويشتل شويومظاهرينوتعداد8 تنوته ورسېد.
دليبياپه دريوښارونوکي له څلورو ورځوراهيسي دحکومت ضدلارينونوپه ترڅ کي تراوسه پوري د 50 تنودوژل کېدوخبرورکړل شوی.
له بل پلوه دلاريون کونکيوله خوادوه تنه پوليس په دارشوي او وژل شوي دي.
دغه رازدليبياپه بل غټ ښاربن غازي کي دحکومت ضدلاريون دوام لري اوپه ترڅ کي يې تراوسه پوري دپوليسودډزوله امله دوژل شويومظاهرينوتعدادتر40 پوري ورسېد.
په دې ښارکي چارواکولاريون کونکيوته خبرداری ورکړی چې په پوره زورسره به ددوئ مخه نيسي.
هلته په يمن کي دصدرصالح په خلاف دولسي لاريونونونهمه ورځ پيل شوه.
په پلازمېنه صنعااوعدن کي مظاهرينودصدرصالح د دوه دېرش کلني دورې دپای ته رسېدوله پاره له ده نه داستعفی غوښتنه وکړه.
په عدن کي دپوليسودډزوله امله 4 تنه لاريون کونکي وژل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x