نظــر

میدان وردګو کې د امریکايي ځواکونو وروستي وحشتونو یوه بېلګه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): نن ټکی اسیا ته د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ څخه یو تن اوسېدونکي محمد جان حسین خېل د امریکايي ځواکونو د وروستیو عملیاتو او د نرخ ولسوالۍ د ولس سره د شویو ظلمونو په اړه یوه لیکنه رالېږلې، لیکوال له نن ټکی اسیا غوښتي چې کټ مټ يې نشر ته وسپاري، څو ددوی غږ تر چارواکو او نور افغان ولسه ورسیږي.

نن ټکی اسیا د خپلې پالیسې له مخې او د امریکايي اشغالګرو ځواکونو د وحشتونو د رابربنډولو په موخه لیکنه (که څه د نن په معیار برابره نه ده) نشر ته سپاري.

مونږ چاته فریاد وکړو او څوک شته چی زمونږ غږ واوری ؟

څه به وکړی عام خلک او څه کولای شي عام خلک ؟ هیله ده چی ترپایه یی ولولی ، دمیدان وردګو ولایت دنرخ ولسوالی په وړکۍ شاه کابل کی دتیری شپی جابرانه ،ظالمانه او نه بښونکی وحشت دافغان امنیتی ځواکونو له خوا او ددوی دبادارانو له خوا چی په عام ولس باندی وشو دتل لپاره دهغو خلکو له خاطراتو څخه به هیر نشی . او دا تریخ نه هیردونکی وخت به تل ددوی په ذهن کی یو بده او ګرغیړنه خاطره وی .

په نوموړی کلی باندی وړمه شپه دهغو متعصبو او بی دینه او بی ایمانه هزارګانو ، تاجکواو یو شمیر بیغیرته بی همته ، پښتانه ایجړاګان چی د افغان امنیتی پوځ کی خپل دغلامی ځینځیر په غاړه لری او ددوی اصلی بادارانو چی وحشی درنده ګان (امریکایان) دی په وړکی شاه کابل د شپی په دو۲ بجو باندی چی ټول خلک په خپلو کورو کی په خواږه خوب ویده وه ، دوحشی او ځنګلی ځناورو په شکل خپل ګرغیړن عمل ترسره کولو لپاره له هیڅ ډول زجر ، تکلیف ، وهلو ،ټکولو ،کشکولو څخه یی مخ ندی اړولي او خپل شومو او ګرغیړنو عملونو ته یی چی اصلی هدف او مرام یی د عام ولس ربړول او وهل وه تر سره کړی دی .

همدغه کلی ته می سهار زنګ وهلی وه ترڅو احوال واخلم چی څنګه چل دی . نو چاسره می چی تیلفون کی خبری کولی په ډیر عاطفانه او مظلمومانه لهجه یی راته وویل چی ګوره ویل یی زه د ۵۵ کالو یم او قسم درته کوم چی دسره شوری او سرو لښکرو په وخت کی لا دومره ظلم نه وه شوی لکه دغو افغانی اوامریکایی امریکایانو چی وکړو. ویل یی چی دسهار ۳:۳۰ بجو زما دکور دتلاشی نوبت راورسید او په ډیر وحشت یی زما لاسونه او زما دځوان زوی لاسونه په خپل کور کی راوتړل دخپلو ښځو په مخ کی یی ډیر سخت په کونداغانو باندی ووهلم او په کشکولو کشکولو یی له کوره وویستم. له هیڅ ډول سپکو سپورو یی مخ نه اړاوه ، دانسانیت څرک نه پکی معلومیده ، په خپلو کلکو عسکری بوټانو یی چی په هرځای وهلی چا څه نه شوی ورته ویلی . زما  زوی یی داسی کلک وواهه چی دضعف حالت ته یی ورساوه په خپل کور کی دچوتری (صُوفه،برنډه) په سرباندی .

ویل یی ټول خلک یی له کوره ایستل او لاس به یی کلک وروتړل نور وبه له هری خوا وارونه ، وهل بدی سپکی سپوری خبری پری کول دوی به دا خوبولی سترګی او په خپل ځان باندی نه پوهیدل چی دا هرڅه څنګه پیښ شوی او ولی دومره ظلم راباندی کوی په دانیمه شپه کی . خدای جل جلاله د زمونږ ناره واوری .

چی کله رڼایی شوه دسهار خوا وه چی داسی کلکه بمباری او دنور سپکو او درنو وسلو ویشتلو تمرین شورو شوه چی دکلی واړه او زاړه یی حیران بیران کړل داسی یو توره څپه راغله چی تا به ویل همدا شیبه قیامت جوړ شو دهغو دنګو دنګو غرونو کی دوحشیانو درانه درانه بمونه داسی اوازونه به یی وی کول چی حیوانات (غواء، غوی، پسه…) دویری اوترس له حالته خپل پړی شکولی وه او هری خواته یی منډی وهلی .

دخلکو کورونه یی په سخته بد حالت تلاشی کول هر قیمتی شی چی به پلاس ورغی له ځانه سره یی وووړ . زمونږ دیو کلیوال موټر چی دکابل اوکلی په لین باندی سوارلی چلوی موټر ته یی وی هزاره ظابط اور اچو بیا وی ترجمان ورته وویل چی مه یی اچوه ورته شیشی یی تولی ورماتی کړی دی .

له یو بل نفر سره می خبری وکړی ویل یی چی په ۲:۳۰ بجو په شاوخوا کی له کوره په سخت بدحالت وویستم بیا نو دماخستن ته ۹:۳۰ بجو دشپی پوری له دوی سره وو . چی سترګی می تړلی وی نه پوهیدم چی چیرته یم ددوی اوازونه می اوریدل لاس می شاته تړلی وه او نه پوهیدم چی دا وارونه او ګوزارونه له کومۍ خوا راباندی کیږی . او سختی سپکی سپوری خبری یی کولی .ویل یی چی ۹:۳۰ بجی دشپی یی چی خوشی کړم ومی کتل چی نور کلیوال چی سپین ږیری ، دکلی نور ځوانان خلک هم شته زما به شاو خوا کی دهغوی هم لاسونه شاته تړلی وه او سترګی یی هم تړلی وی . مونږ یی دوه دوه نفره خوشی کولو . ویل یی چی ډیر سخت وحشیان وه او ډیر سخت بد حالت یی په عامو خلکو باندی راوستلی وه په سپکو سپورو یی رخصتولو .

دغه نفر زیاته کړه چی دوه نفره یی له ځان سره وړی دی چی یو ابراهیم نومیږی او بل یو میلمه ده چی حکمت الله نومیږی چی دابراهیم دماما زوی دی دغه کلی ته میلمه راغلی وه هغه یی له ځانه سره وړی دی . ویل یی ابراهیم او هغه میلمه ورسره لاس اچولی او کوم بوکس یی کوم عسکر وهلی دی . په دخاطر یی هغه ورسره وړی دی .

څلور نفره چی کریم الله ، عبدالقدیر ، محمدنسیم ، او امید دی دا یی هم له ځان سره وړی دی چی نن سهار یی بیرته راخوشی کړی دی چی ډیر سخت یی عبدالقدیر وهلی دی . هغه دوه ابراهیم او میلمه لا درک ندی معلوم .

له روژی نه یوه میاشت مخکی چی زه خپله ددی صحنی شاهد یم افغان سپیشل پورس سره له امریکایانو همدغه کلی ته راغلل اوهمداسی ظلم او وحشت یی دورځی تر ۱۲ بجو پوری وکړل او زمونږ کلیوال یی ورسره بوتلل ولسوالی ته او وهل یی پری کړی وه . هغه هم هزاره ګان وه او ویل یی چی که می ماغزه خراب شول ټول ولم او دټول کلی خلک یی راویستلی وه دخپل ځان سره یی کښته پورته کلی کی ګرځول چی چابه یوی خواته بلی خواته کتل چپه به یی کړو او سم دم به یی ووهلو. وویل به یی چی کجا است طالبا شما مردوم غلام را اینجا نګاه میکند وما شما را میکوشیم .

دروژی په ۲۷ چی مبارکه شپه هم وه دا کلی بیا دورته پیښی شاهد وه دشپی په ۱۲ بجو باندی افغان هزاره سپیشل فورس او امریکایان په طیارو کی راغلی وه او دکلی نږدی غرو کی ورنه کښته شوی وه چی د یو څو محدودو کورو تلاشی یی وکړه او زمونږ څو کلیوال یی له ځان سره بوتلل چی دهغو له جملی څخه یو څه نفر داختر په دوهمه راخلاص شول . مګر دوه نفره چی یو دننګرهار پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځی محصل صفت الله دی او بل دیولسم صنف شاګرد محمد همایون دی چی لا تراوسه یی درک ندی معلوم چی چیرته دی . دا نور نفر یی چی راخوشی کړی وه ۴۰ امریکایی ډالره یی ورکړی وه چی دا مو دلاری کرایه چی کله یی له بیس څخه را ویستلی وه دځایی خلکو نه یی پوښتنه کړی وه چی داکوم خای دی ویل یی چی دا لوګر ولایت دی تاسی دلته څنګه راغلی یاستی بیا دهغه ځای خلکو رهنمایی ورته کړی وه تر څو کورو ته راورسیدل . دا زمونږ حال دی دا زمونږ ژوند دی . دولتی کسان مو هم ادعا لری چی مونږ افغانان یاستو مونږ دواک په ګده ناست واکمنان یاستو . چی ایا  دمیدان وردګو ولایت والی صاحب عبدالمجید خوګیاڼی ، قمندان دامنی ، د دامنیت ریاست نور مربطه دفاتر به خبر وی ورباندی کنه ؟په پارلمان او ولایتی شورا به څه سړی څه ووایی ؟؟؟

محمدجان حسین خیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انصار

او خلکو قسم په الله که بدون د قیام ملی نه بل شی ز مونژ دوا شی او او خلکو دا والیان او قوماند انان چه ستاسی د رحم تمه تری کوی دا نانڅکی دی دوی صرف مجسمی دی پدوی که د زره برابر ایمان غیرت نشته ددوی نه توقع مه لری ددوی سره فقط یوه توره او واسک جوړیژی او بس .دوی اکثره شراب او د شځو کاربار کوی دوی دین نه پیژنی او او غیرتی اولسه دا په ستا څه وشول ، زه د غو بي غیرتو پی ضمیرو حکامو ته وایم که دا را باندی منی چه… نور لوستل »

احمــدالله

د والي، امنیه قوماندان او د دکرزي د ادارې د چارواکوا څخه دا تمه کول چې د یرغلګرو په واړاندې به د مظلوم اولس ننګه وکړي بې ځایه ده او دا خبره د میدان خلکو تر ټولو ښه معلومه ده ځکه چې په کلونو د سپیشل فورس له ظلمونو او وحشتونو وکړیدل خو ګوډاګي رژیم یی تماشا کوله. خدای (ج) د اولس په حال ورحمیږي. دولس لپاره د یرغلګرو د ظلم څخه دخلاصیدو یوازینئ لاره د مجاهدینو سره یوځای د هغوی پر واړاندې مبارزه کول دي.

مومند

الله پاک دی مظلومو وروڼو ته دتکلیفونو اجر ورکړی او الله دی دا و حشیان هلاک او برباد کړی څه وکړی ده خلکو زمونږ له منځ څخه دا څه وحشیان پیداکړی جه نه پوهیږو جه دا له کومه ځایه شوی الله ورته هدایت وکړی او که نه وی نو الله دی به دی شرمنده کړی

محمد فیصل

الله جل جلاله داجرونه ورته وکړی او ظالمان دالله تباه کړی . دا حقیقت دی چی ځمکه هغه سوزی چی اور ورباندی بل وی ماهم معلومات وکړل ډیر سخت بد وحشت یی کړی دی مګر دورور په لیکنه کی نشته چی هغه دوه مړی چی ۲۴ ساعته ورسته یی جسدونه پیدا شوی او په برچو باندی وهل شوی دی چی یو امید وه د تورو تیګو اوبل هم دمیدان وه په سخت بی رحمانه ډول یی شهیدان کړی وه چی مړی یی ۲۴ ساعته ورسته په یو خوړ کی پیدا شول او دخلکو له عامو انسانانو سره دیر بد چلند… نور لوستل »

طاهر امرخيل

خدای پاک دې دا وحشي ځناور په خپله سزا ورسوي ،الله ج دې مونږ ته دا توفيق راکړي چې د دنيا مينه او محبت له زړونو وباسو او ددې ظالمانو په مقابل کې جهاد وکړو او خپل هيواد ازاد کړو تاسو ددولت خبره کړې د ميدان وردګو والي هسې مولۍ شی دی په هيڅ هم نه درپوهيږي هسې يو سمبول دی زما زړه غواړي چې لومړی دا خاين عبدالحميد خوږياڼی په چړو باندې ووژل شي او وروسته بيا دا نور د ولايت سپيان او جاسوسان الله پاک دې د شهيدانو کورنيو ته صبر جميل ورکړي او د شهيدانو شهادت دې… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x