افغانستان

امريکا: دواړو نوماندانو درغلي کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه، ۱۳۹۳ل): د روان اګست په ۲۶ نېټه بايد د افغانستان نوي ولسمشر خپله دنده پيل کړې وای، مګر د ټاکنيزو پايلو په اړه د شخړو او ناندريو له امله نوي ولسمشر ته د واک د لېږد پروسه وځنډېده.

تقريبا ټول ولس د ټاکنو له پايلو نهيلی ښکاري او نه غواړي په دې اړه نور خبرونه واوري، مګر دواړه نوماندان او امريکايي چارواکي اوس هم په دې اړه خپل فعاليت کوي.

افغانستان لپاره د امريکا سفير جيمز بي کنينګهم امريکايي تلويزوني شبکې «سي ان ان» سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوی دواړو نوماندانو سره په دې سلا شوي، چې د ټاکنو ګټونکی به ولسمشر وي او بايلونکی به دوهم پوسټ کې د اجرايوي مشر، خو صدراعظم به نه وي، ځکه چې د افغانستان اساسي قانون کې د صدارت پوسټ نشته او که وروسته اساسي قانون کې تغيير راشي، نو بيا ممکن ده.

د سي ان ان د ژورناليستې د يو سوال په ځواب کې چې ايا د سپتمبر په دوهمه به نوی ولسمشر لوړه وکړي؟ ښاغلي کنينګهم وويل، چې هو دا ډېره ممکنه ده، چې د سپتمبر په دوهمه نېټه نوی ولسمشر وټاکل شي او څو ورځې وروسته لندن کې د ناټو په سرمشريزه کې ګډون وکړي.

امريکايی ديپلومات وايي، چې دوی به تر خپله وسه کوښښ وکړي، چې دواړه لوري د ټاکنو پايلو منلو ته تيار کړي.

د امريکا سفير زياته کړه، چې د ټاکنو لومړي پړاو کې عبدالله عبدالله بريالی و، مګر دوهم پړاو کې ترې ډاکټر اشراف غني احمدزی په زيات اکثريت مخکې شو.
دواړو نوماندانو درغلي کړې
ښاغلي کنينګهم د يو سوال په ځواب کې وويل، چې د شواهدو له مخې دواړو نوماندانو په ټاکنو کې درغلي کړې، مګر دوی نه پوهېږي، چې د هر يو نوماند د درغلۍ کچه څومره ده.

سي ان ان له امريکايي ديپلوماته وپوښتل، که د ټاکنو د رڼو پايلو په نتيجه کې دواړه نوماندان يوې سالمې پرېکړې ته ونه رسيږي، نو دا ممکن نه ده، چې درېيم قوت د حالاتو له ترينګلتيا ګټه پورته کړي؟

د امريکا سفير وايي، داسې ګواښونه شته، چې درېيم قوت دې له دې حالاتو څخه خپله ګټه پورته کړي، مګر دوی دغو ګواښونو ته متوجه دي او هيڅکله به د ناقانونه هڅو ملاتړ ونکړي.

د يادونې وړ ده، چې د دوهم پړاو د پايلو له اعلانه وروسته ډاکټر اشرف غني بريالی اعلان شو، د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله اعلان وکړ، چې نوموړی دا پايلې نه مني او ټاکنې ده ګټلي دي.

د عبدالله عبدالله له ګواښونو او اخطارونو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري دوه ځل کابل ته راغی او دواړه نوماندان يې د ايتلافي حکومت په جوړولو راضي کړل او دواړو نوماندانو تړون وکړ، چې ګټونکی به ولسمشر وي او بايلونکی د اجرايوي شورا مشر، مګر د نوموړي تړون په تفسير کې لا هم ډېرې ستونزې شته، چې هر يو نوماند يې په خپله خوښه بيانوي.

د کارپوهانو په اند د تړون تفسير د دواړو نوماندانو تر منځ د شخړو او لانجو له مهمو لاملونو څخه دی.

ډاکټر اشرف اغني احمدزی وايي، چې د واک مرکز بايد يو وي او اجرايوي مشر د ولسمشر د امر تابع دی، مګر ډاکټر عبدالله عبدالله بيا وايي، چې د اجرايوي مشر څوکۍ د صدراعظم وي او بايد په واک کې پنځوس سلنه ونډه ولري او وکولای شي پر پنځوس سلنه څوکيو خپل اهل پلويان وټاکي.

د پېښو څارونکي وايي، چې ټاکنيز بحران د امريکا له لوري پلان شوی و او امريکا قصدا غواړي د دواړو لوريو تر منځ اوبه خړې کړي او پر هر يو نوماند خپلې غوښتنې ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x