افغانستان

طالبانو لخوا د ۳۰عسکرو نيول، د غور والي د طالبانو ادعا تایید کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): د غور ولایت والي وايي چې د پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو سره په نښته کې ۹ پولیس او اربکیان وژل شوي او ۳۰ نور يې ژوندي نېولي دي.

د غور ولایت والي سید انور رحمتي وايي چې دغه تلفات د پسابند ولسوالۍ په سنګان سیمه رامنځته شوي دي.

د غور والي زیاته کړې چې طالبانو سنګان نومې سیمه نېولې او ۳۰ پولیس يې ژوندي له ځانه سره ژوندي بېولي دي. نوموړی وايي چې دوی کوښښ کوي څو دغه سیمه بېرته له طالبانو ونیسي او پولیس يې له اسارته خوشې کړي.

رحمتي د ځواکونو د کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې دوی ځواکونه کم لری او نشي کولای چې ۳زره طالبانو او ۶ زرو نورو مسلحو کسانو سره په غور کې وجنګیږي.

د غور والي وایي چې ۲۵۰۰ عسکر نشي کولای ددې ولایت د ولسوالیو امنیت تامین کړي، نوموړي له دولته غوښتي چې غور ته نور ځواکونه ولېږي.
سنګان ولسوالی د هلمند سره سرحد لري او چارواکي وايي چې د هلمند څخه طالبان ددغه ولسوالۍ ته د جګړو لپاره راځي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو پرون خبر ورکړ چې د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې يې د سنګان او تخلک سیمې تر ولکې لاندې راوستي. همدا راز یې ۳۰ تنه پولیس او اربکیان ژوندي نیولي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په وینا په دغه نښته کې ۱۰ پولیس وژل شوي او یو رینجر يې دوی نېولې.

که څه هم د غور ولایت والي وايي چې په دغو نښتو کې ۳۶ طالبان وژل شوي خو قاري یوسف احمدي وايي چې په دغه نښتو کې دوی ته هيڅ ځاني تلفات نه دي اوښتي. « مجاهدینوته لله الحمدهیڅ نوع زیان نه دی اوښتی».

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close