نړۍ

په مصر کي یو وار بیا ملیوني مظاهره، او د شیخ قرضاوي خطاب

qarzawiنن ټکی آسیا: په مصر کې یو وار بیا د انقلاب ځوانانو د مصر په خلګو ږغ کړی چې د التحریر میدان ته راسي او د حسنی مبارک د نظارم د ړنګیدو وروسته خپله خوښۍ څرګنده کړي..

داسي ګمان کیږي چې تر میلیون به زیات خلګ را ټول سي.. او د جمعې په لمانځه کې به اشتراک وکړي.

او همداسي انقلابي ځوانانو شیخ قرضاوي ته چې مصري الاصله دی، او د حسني مبارک له وجې یې په قطر کې ژوند کوی، دعوت ورکړی چې میدان ته راسي او د جمعې خطبه ورکي.

شیخ قرضاوي د اسلامي نړی د علماءو د اتحادې مشر دی او په نړۍ کې یو پیژندل شوې عالم دی.
نومړي د مصر د مظاهرو په اولني مراحلو کې په حسني مبارک ږغ کړی وو چې وطن پریږدي او همداسي یې د فوځ نه غوښتنه کړې وه چې حسني مبارک مجبوره کړي او د مظاهره کوونکو د ژند حفاظت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x