د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایتونو علني څېړنه پیل کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو اړوند د شکایتونو علني څېړنه پېل کړه.

ټاکل شوې چې نن به دغه کمېسیون د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم د ټیم شکایتونو په علني توګه وڅېړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند محمد نادر محسني تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د اشرف غني احمدزي ټیم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د ۷۲ صندقونو د رایو د باطلولو په اړه دوی ته ۲۵ شکایتونه کړي.

راپورونه وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنو بهیر  نن سهار ۱۰:۱۵ بجې علني پیل شو.

د ټاکنیزو کړنلارې له مخې نوماندان باید د ټاکنو د کمېسیون له پریکړې ۲۴ ساعته وروسته خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ثبت کړي.

د عبدالله عبدالله ټیم چې د رایو څېرنو بهیر سره یې رسما بایکاټ کړی دی تر دې مهاله هیڅ شکایت نه دی ثبت کړی.

وروستي راپورونه وايي چې د عبدالله عبدالله د بایکاټ وروسته اشرف غني احمدزي
ټیم د رایو د څېړلو بهیر یوناما ته سپارلی دی، چې اوس د هغوی تر نظارت لاندې روان دي.

د ټاکنیزو شخړو د هواري په موخه د جان کیري وروسته د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډن فیلډمین کابل ته په ناڅاپي توګه راغلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د