fbpx

لیبیا: دهیواد دوهم لوی ښار بن غازی هم مظاهرو ولړزاوه

libyaدلیبیا دوهم لوی ښار بن غازی هغه وخت لاریونونو اومظاهرو وښوراوه کله چی دحکومت یومخالف مشر دچارواکو لخوا ونیول شو.

خبرزیاته وی چی  دحکومت د مخالف مشر له نیول کیدو څخه وروسته دمظاهره کونکو اوپولیسو ترمنځ سخت اخ اوډب رامنځ ته شو چی له امله یی په لسګونو خلګ ټپیان شول.

روان اخ اوډب هغه وخت کرار شو کله چی نیول شوی مشر دحکومت لخوا خوشی کړل شو.
ځایی خلګ وایی چی مظاهره کونکو دپولیسو پرخلاف له ډبرو اولاسی جوړشوی پټرول بمونه څخه کاراخیستی، موټرو اودولتی شتمنیو یی ته اور اچول شروع کړل اخر کی پپولیس هم دی ته مجبوره شول چی دلاریون کونکو دمخنوی لپاره له ربړی مرمیو اواوبو څخه کارواخلی.
ویل کیږی چی نیول شوی مشر فاتحی تربیل نومیږی چی دهغو ۱۰۰۰ وژل شویو بندیانو دقریبانو نمایندګی کوی، کوم چی په کال ۱۹۹۶کی دپولیسو لخوا ټرایپولی نومی ښار ابوسلیم زندان کی وژل شوی وه.
له بله لوری دلیبیا دولتی ټلیوژن دهیواد په نورو ښارونوکی لاریون کونکی ښکاره کړل، چی ددولت طرفداری یی کوله اودموجوده حکومت په حق کی یی شعارونه ورکول.
دیادولو وړده چی له تیرو څو اونیو راپدی خوا په ټوله عربی نړی کی دعربی دیکتاتورانو پرخلاف ولسونو په لاریونونو اومظاهرو لاس پوری کړیدی، چی په نتیجه کی یی دټونیس اومصر ولسونو وکولای شول چی حکومتونه چپه
او مشران یی تیښتی اړباسی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د