افغانستان

جنرال ډانفورډ: ټاکنیزو شخړو په ملي اردو بد اغېز کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو او ایساف مشر جنرال جوزیف ډانفورډ ویلي چې په افغانستان کې ټاکنیزو شخړو د ملي اردو په روزنیزو چارو بد تاثیر کړی.

ډانفورډ وړاندیز کړی چې ټاکنیزې شخړې باید ژر تر ژره حل شي، څو د ملي اردو د راتلونکې کال ۲۰۱۵ز کې د خپل فعالیت لپاره په سمه توګه چمتو وي.

نوموړي په یوه وینا کې چي امریکايي رسنۍ (ای بي سي) خپره کړې، ویلي چې طالبان به راتلونکي کال کې د خپلو عملیاتو پر مټ د ملي اردو امتحان واخلي، تر څو د امریکايي او د هغوی د اتحادي ځواکونو د وتلو څخه استفاده وکړي او خپل قوت ښکاره کړي.

نوموړي د تیري سې شنبې په ورځ د امریکايي ځواکونو او اتحادي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه خپله دنده جنرال جون کامبل ته پرې ښوده، او جنرال جون کامبل هم د نوموړي سره خپل رايي ورته والی څرګند کړ او ويې ویل چې سیاسي ستونزې د افغاني پوځ په جګړيیز فعالیت بد اغیز لرلای شي.

که څه هم ټاکنو لومړی پړاو د وري په ۱۶مه او دوهم د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو، خو لا تر دې مهاله د ټاکنیزو شخړو له امله د رایو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي. د ټاکنیزو شخړو د هواري لپاره ۲ وار د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په خپله کابل ته راغللو او څو وار د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم نوماندانو ته د ټاکنیزو شخړو د هواري په موخه تلیفونونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x