
د نورستان خلک د بهرنیو ځواکونو پر ضد لاریون کوي – انځورونه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): کابل کې د د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د کشتوز دکلي خلک د ناټو ځواکونو د هغو بمباریو پر ضد لاریون وکړ، چې شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي په کې شهیدان شول.
لاریون کوونکو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او له دولته یې غوښتل چې ددغو شهیدانو قاتلین محاکمه کړي.
دوی د اعتراض په توګه د نورستان له والي پوښتنه کوله چې دغه وژل شوي کسان عرب، چیچنایان او پاکستاني وه؟
د یادونې وړ ده چې د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د وژنو په اړه دولت هيڅ ډول غبرګون نه دی ښوولی.