امریکا: د هالبروک ځای ناستی ونومول سو
نن ټکی آسیا: د امریکا وزارت خارجه د افغانستان او پاکستان لپاره خپل نوی نماینده ټاکلی.
دغه وظیفه چې د پخواني نماینده هالبروک د مړیني وروسته خالي پاته وه، ویل کیږي چې پر سر یې د سپیني ماڼی او وزارت خارجه په منځ کې مخالفت پیدا کړی وو، چې له کبله یې د نوي استازي ټاکل تر اوسه ځنډیدلي وه.
پر دغه وظیفه اوس متقاعد ډیپلوماټ مارک ګروسمان ګومارلی سوی دی.
ښاغلی مارک د امریکا په وزارت خارجه کې شا او خوا دیرش کاله کار کړی.
دی مخکي په ترکي کې د امریکا سفیر هم پاته سوی، او په کال 2005 کې متقاعد سوی دی.
کله چې ښاغلي مارک ګروسمان کار پيل کړي، نو دده پر مېز به د مهمو فایلونو څخه د امریکایانو د روان کال په اخیر کې د افغانستان څخه د خپلو عسکرو وتل او امنیت افغانانو ته د سپارلو فایل وی، او بل مهم او عاجل فایل به د امریکايي جاسوس وي چې په پاکستان کې د قتل په جرم نیول سوی، او امریکا دعوه کوي چې هغه یو ډیپلوماټ دی او باید خوشي سی، دی به کوشش کوي چې د پاکستان او امریکا خرابي شوي اړیکي بیرته سمي کړي.