افغانستان

جمعه خان همدرد: د عبدالله ټیم دې نور زموږ د حوصلې امتحان نه اخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): د پکتیا والي جمعه خان همدرد وايي چې د ډاکتر عبدالله عبدالله ټیم دې په بېلو بېلو دریځونو سره د دوی حوصلې امتحان نه اخلي.

جمعه خان همدرد په پکتیا کې یوې امنیتي غونډې ته په وینا کې وویل چې د عبدالله عبدالله ټيم له یوې خوا په حکومت کې د شريکیدو وايي او له بلې خوا وايي چې موازي حکومت اعلانوم.

نوموړي په نړیوالو او حکومت نېوکه وکړه چې د عبدالله عبدالله د دریځونو په اړه څه چوپه خوله دي.

همدرد زیاته کړه چې د عبدالله عبدالله ټیم اصلا په حکومت کې شریکیدل او پنډه برخه غواړي له همدې امله بېلا بېلې بهاني کوي او په دولتي ادارو د برید ګواښ کوي.

همدرد وویل: « د همپالنې ټيم دې نور د افغان ولس حوصله نه ازمايي.»

همدرد زیاته کړه که سیال ټيم یې بریالی شو، له اولې ورځې استعفا ورکوي. د همدرد په باور دی باید دومره ظرفیت ولري چې د سیال ټيم بریا ومني، هغوی ته مبارکي ورکوي او ۵ کاله انتظار باسي.

د یادونې وړ ده چې کابل ته د جان کیري د سفر وروسته پریکړه وشوه چې ناکام نوماند ته به په حکومت کې څوکۍ ورکول کیږي او هم به د اپوزیسون برخه وي.

همدرد دې ته په اشاره وویل: چې دی نه غواړي په یو وخت کې هم د حکومت غړی وي او هم دې په اپوزیسون کې ناست وايي.

د یادونې وړ ده چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله اعلان وکړ چې که بریالی اعلان نشي دی به موازي حکومت جوړ کړي.

د عبدالله عبدالله د ګواښونو وروسته د امریکا په منځګړیتوب دواړه ټیمونه دې ته  سره کینول شول چې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

خو سربېره پر دې هم ټاکنیزې شخړې دوام لري او وروستۍ بېلګه يې تېره ورځ د عبدالله عبدالله د ټيم د رایو د څېړنو د بهیر سره بایکاټ دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x