افغانستان

ټاکنو کمېسیون: وروستۍ پایلې به څو ورځو کې اعلان کړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د رایو د څېړنې او د رایو د ابطال بهیر د کورنیو او د بهرنیو څارونکو او د ملګرو ملتونو پر وړاندې روان دی او څو ورځو کې به وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د رایو د څېړنې او ابطال بهیر د ۱۷ ديپلوماتیکو بنسټونو تر پوښښ لاندې راغلي او باید دواړه ټاکنیز ټیمونه وروستۍ پایلې ومني.

که څه هم د عبدالله عبدالله پلویانو د رایو د تفتیش بهیر سره بایکاټ کړی او د اشرف غني ټیم واک یوناما ته سپارلی خو سربېره پر دې هم د ټاکنو کمېسیون وايي چې د رایو د تفتیش او ابطال بهیر د کورنیو او بهرنیو څارونکو او د ملګرو ملتونو د استازو او متخصصینو پر وړاندې روان دی.

د نور په وینا د رایو د تفتیش بهیر ۱۷ دیپلوماتیک (سفارتونه) بنسټونه هم ګوري او څاري.

د ټاکنو کمېسیون ویاند وايي چې ملګري ملتونه په مستقیم ډول د رایو د تفتیش په بهیر کې دخیل دی او تمه لري چې کومه ستونزه به نه پیداکیږي. د نور په وینا کومې پایلې چې اعلانیږي باید دواړه ټيمونه یې ومني.

نور محمد نور په خپلو خبرو کې وویل چې د رایو د تفتیش او ابطال بهیر د کورنیو او بهرنیو څارونکو او ملګرو ملتونو د استازو تر وړاندې له کومې ستونزې پرته د پلان سره سم روان دی او په اینده څو ورځو کې به وروستۍ پایلې اعلان شي.

دا په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو د دواړو نوماندانو تر منځ د ملي وحدت د حکومت د جوړونې لپاره خبرې اترې روانې دي او شاید په نېږدې وخت کې وروستۍ پایلې ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ولسمشر کرزي د یوناما د مشر یان کوبیش سره په خبرو کې وویل چې د لوړې مراسم د وږي ۱۱مې څخه نه وروسته کوي.

دا په داسې حال کې چې د لوړې مراسمو ته ایله ۵ ورځې پاتې کميسیون وايي چې تر دې مهاله يې ۸۰ سلنه رايې تفتیش کړي او نورې به هم ژر تر ژره تفتیش کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x