افغانستان

ننګرهار: سپين غر کې طالبانو څوارلس اربکيان ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې سيمه کې د طالبانو او اربکيانو تر منځ نښتې شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ د دوی نظامي ملګرو د سپين غر ولسوالۍ عبدل خيلو سيمه کې د ځايي اربکيانو پر ضد عمليات پيل کړي دي.

ځايي خلک وايي، چې د نښتې پر مهال ملي اردو او پوليس د اربکيانو مرستې راورسيدل، مګر طالبانو ورته لاره کې کمين نيولی و.

د ذبيح الله مجاهد له قوله د نوموړي کمين په ترڅ کې د ملي اردو درې عسکر او دوه پوليس وژل شوي او پنځه تنه يې ټپيان دي.

ښاغلی مجاهد زياتوي، چې د نوموړو تصفيه وي عملياتو په ترڅ کې يې د قومندان سيف الرحمن په ګډون څوارلس تنه اربکيان نيولی دي.

طالبان وايي، چې دوی سپين غر او شاوخوا ولسواليو کې د اربکيانو پر ضد پراخ تصفيه وي عمليات پيل کړي او غواړي، چې نوموړې سيمه له اربکيانو او دولتي عسکرو پاکه کړي.

ځايي خلک وايي، چې د ننګرهار، سپين غر، حصارک، خوږياڼو، شيرزاد، شينوارو، چپرهار او يو شمېر نورې ولسوالۍ له مرکزونو پرته د طالبانو واک کې دي او هيڅ دولتي ارګان نوموړو سيمو ته تګ راتګ نشي کولای او خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو محکومو ته وروړي او له هغوی يې د حل و فصل غوښتنه کوي.

د کارپوهانو په اند د ننګرهار ډېری سيمې د طالبانو په واک کې دي او ننګرهار هغه ستراتيژيکه سيمه ده، که سقوط کوي، نو د کابل سقوط ورسره تړلی دی.

ځايي چارواکي هم وايي، که مرکزي حکومت ژر تر ژره د ننګرهار امنيت ته جدي پاملرنه ونکړي، نو ننګرهار ولايت به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x