نظــر

احتجاجي ناستې له پيله، تر پايه… لومړۍ برخه

ليکوال جاويد چودهري، مشهور پاکستانی لیکوال او ژورنالست

ژباړه: احمد الله احمدزی

د عمران خان او طاهرالقادري د احتجاجي ناستو دا لړۍ د پوځ او حکومت تر منځ د يو ناسم پوهاوي له امله پيل شوې ده.

د روان ۲۰۱۴م کال د فبروري مياشتې په ۱۳ نېټه د ترکيې لومړي پخواني وزير رجب طيب اردوګان په منځګړيتوب ترکيه کې د پاکستان او افغانستان يوه ګډه غونډه جوړه شوه.

د فبروري په دولسمه افغان ولسمشر حامد کرزی، د ملي امنيت لوی ريس رحمت الله نبيل، د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، دفاع وزير بسم الله خان محمدي، د ملی امنيت سلاکار ډاکټر سپنتا او صلاح الدين رباني په ملتيا د ترکيې پلازمينې انقرې ته ورسيدل.

له پاکستان څخه لومړی وزير ميانوازشريف، د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، د ای ايس ای مشر جنرال ظهيرالاسلام، د ملي امنيت او بهرنيو چارو مشاور سرتاج عزيز، د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو مرستيال، طارق فاطمي او محمود خان اڅکزی ترکيې ته ولاړل.

د پوځ سرلښکر او د ای ايس ای مشر د شمالي وزيرستان د پوځي عملياتو له امله نوموړي کنفرانس کې ګډون درلود؛ ځکه چې پاکستان وايي: د پاکستاني طالبانو مشران افغانستان کې پټ دي. طالبان له افغانستانه راځي او پاکستان کې بريدونه کوي.

پاکستاني چارواکي وايي، که افغان حکومت د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، نو دوی به ډېر ژر پاکستاني طالبان له منځه يوسي.
د پوځ او ای ايس ای مشران د يو شمېر اسنادو سره نوموړې غونډې ته تللي وو.

محمود خان اڅکزی بلوچستان کې د يو ستر ګوند په استازيتوب غونډه کې شريک و او بله دا چې ورور يې محمد خان اڅکزی د بلوچستان والي دی او د ده ګوند د بلوچستان د ايالتي حکومت ايتلافي غړی دی.

د هندوستان استخباراتي اداره «را» بلوچستان کې د افغانستان له لارې لاسوهنه کوي او بلوچ بېلتون پال هم افغانستان کې پراته دي. محمود خان اڅکزی د همدې لپاره ياد پلاوي کې ګډون کړی و.

دواړه پلاوي، د فبرورۍ په ۱۲مه انقرې ته ورسيدل، په ۱۳مه نېټه غونډه پيل شوه، نو حامد کرزي پر پاکستاني چارواکو خوله راپرانيسته او پر پاکستان يې ګڼ شمېر تورونه ولګول.

کرزي ويل، چې پاکستان د دوی دښمنان پالي او هغوی افغانستان کې د ناټو او ايساف تر څنګ پر افغان حکومت هم بريدونه کوي او بېرته پاکستان ته ځي.

د حامد کرزي ژبه غير ديپلوماتيکه او ډېره پاروونکې وه.

د پوځ سرلښکر او د ای ايس ای مشر د پروټوکول له امله پټه خوله ناست وو او دا ګومان يې کاوه، چې پاکستانی صدر اعظم به د خپل هېواد دفاع وکړي، مګر ميانواز شريف د خپل عات له مخې غلی ناست و، مګر کله چې د حامد کرزي خبرې او نوازشريف خاموشي اوږده شوه، نو د ای ايس ای مشر جنرال ظهيرالاسلام يې په خبرو کې مداخله وکړه.

جنرال ظهيرالاسلام د افغانستان په اړه ډېر استخباراتي معلومات وړاندې کړل او د پاکستاني طالبانو او افغان حکومت اړيکو په اړه يې خبرې وکړې، بلوچستان کې يې د افغان حکومت او هند د لاسوهنې ثبوتونه هم وړاندې کړل.

دې سره حامد کرزی نور هم وخښمېده، مګر د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل دواړه پلوه ارام کړل او د غونډې په پای کې عبدالله ګل، حامد کرزي او ميانوازشريف په ګډه يوې خبري غونډې ته وينا وکړه.

پاکستانی پلاوی لا هېواد ته نه و راستون شوی، چې يو شمېر سياسي او پوځي کړيو د حکومت او پوځ تر منځ د اړيکو د ترينګلتيا خبرداری ورکړ.
څارونکي وايي، چې ميانوازشريف بايد د حامدکرزي پر وړاندې د پوځ او ای ايس ای دفاع کړې وای.

حامد کرزي پر پاکستان تورونه لګول او ميا صيب ورته غلی ناست و. پوځ د ميا صیب په دې خبره ډېر خوابدی و.

دغه ګنګوسې د پاکستان د يو شمېر ګوندونو د مشرانو غوږونو ته ورسيدې او دې سره د ناسم پوهاوي ډبره کيښودل شوه، چې له امله يې اوسنۍ ستونزې او سياسي بحران رامنځته شو.

له فبروري وروسته مارچ او اپرېل کې څو نورې پېښې وشوې.

داسې اوازې خپرې شوې، چې حکومت جنرال مشرف ته اجازه ورکړې، چې له هېواده وتلی شي او کيدای شي، جنرال مشرف ډېر ژر کوم بهرني هېواد ته ولاړ شي.

د دې اوزاو په غبرګون کې د ميانوازشريف نژدې ملګري او دفاع وزير خواجه اصف د تلويزون پر پرده وويل، چې جنرال مشرف ملي خاين دی او پلويان يې هم ملي خاينان دي.

د خواجه اصف خبرې لا نه وې سړې شوې، چې د ريلوې وزير خواجه سعد رفيق د پارلمان مخکې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې «جنرال مشرف دې اوس د نر بچی شي، دا ډرامې دې پرېږدي او محکمه کې دې د خپلو جرمونو ځواب ووايي» د دواړو وزيرانو د خبرو موخه دا نه وه، چې کومه ترې خلکو او رسنيو واخيسته.

که د ترکيې ياده پېښه نه وای شوې، نو د نوموړو وزيرانو خبرې به هسې د يوې وينا په څېر پاتې وی او که دواړه خواجه ګان د ترکيې پېښې متوجه وای، نو کېدای شي داسې خبرې يې نه وای کړې.

د ترکيې د پېښې له امله پوځي مقاماتو د دواړو وزيرانو خبرې جدي ونيوې، حال دا چې دوی دا خبرې هسې د جذباتو له مخې کړې وې.

د اپريل پر اوومه د پوځ سرلښکر تربېلا کې د ايس ايس جي پوځي مرکز کې د وينا پر مهال وويل، چې پوځ د ناسمو او غير ضروري نيوکو له امله خوابدی دی او پوځ به په هر صورت کې د خپل عزت او وقار ساتنه کوي.

له همدې ځايه د پوځ او ملکي حکومت تر منځ تاوتريخوالی راڅرګند شو.

د اپريل په ۱۹ پر پاکستاني ژورناليست حامد مير وسله وال بريد وشو او «جيو» تلويزون د نوموړي بريد پړه د ای ايس ای پر مشر جنرال ظهيرالاسلام واچوله او د نوموړي انځور يې اته نيم ساعته د تلويزون پر پرده وچلاوه.

دغه مهال پوځي چارواکو حکومت ته وويل، چې جيو بايد دا کار ونکړي، مګر حکومت جيو له خپلې کړنې منعه نکړ او وروسته د بحريه ټاون مشر ملک رياض د جيو تلويزون څښتن ته وویل، چې د ای ايس ای د مشر پر ضد بايد خپل پروپاګند بس کړي او له هغې وروسته د جنرال ظهير انځور د تلويزون له پردې لرې شو.

د اپريل په ۲۱ ميا نوازشريف کراچۍ کې دحامدمير پوښتنې ته ورغی. پوځ په دې نور هم خوابدی شو. پوځي چارواکو ويل، چې لومړی وزير د حامدمير له پوښتنې مخکې بايد د ای ايس ای مرکزي دفتر ته ورغلی وای او ډاډ يې ورکړی وای، چې حکومت د جيو پر ځای پوځ او ای ايس ای سره دی.

د پوځ ګيلې لا پر خپل ځای پاتې وې، چې د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد وويل، چې «موږ د دليل ملګري يو د غليل نه» پوځ کې اوس هم داسې کړۍ شته، چې د اپريل د ۱۹ د حامدمير د ټپي کېدو پېښه د حکوت او جيو تلويزون ګډه دسيسه بولي.

له دې ټولو پېښو وروسته د پوځ او نوازشريف اړيکې په بشپړه توګه وشليدې او داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې کېدای شي، ميانوازشريف د پوځ له سرلښکر جنرال راحيل شريف څخه د هغه استعفا وغواړي.

ما ته يو متقاعد جنرال ويلي، چې پوځ جنرال راحيل شريف ته اختيار ورکړی و، چې د صدراعظم دفتر ته ورشي او که لومړی وزير ترې استعفا وغوښته، نو دی دې ورته انکار وکړي.

دغه مهال عمران خان، چودهري شجاعت او طاهرالقادري د پوځ او حکومت تر منځ اختلافات په کلکه څارل او داسې ګومان يې وکړ، چې د پوځ او حکومت تر منځ فاصلې ډېرې شوې او دغه مهال پر حکومت د بريد کولو ښه چانس دی او که دوی د حکومت پر ضد راپورته شي، نو پوځ به د حکومت د مرستې پر ځای بې پرې پاتې شي.

د روان ۲۰۱۴م کال د مې مياشت په ۳۰مه نېټه علامه طاهرالقادري، عمران خان او چودهري شجاعت لندن کې په ګډه د حکومت پر ضد د پراخو لاريونو او احتجاجي ناستو اعلان وکړ.

له دې اعلانه وروسته پاکستان کې درې مهمې پېښې وشوې.

د سند مرافعې محکمې «هايکورټ» مرکزي حکومت ته امر وکړ، چې د پنځلسو ورځو په ترڅ کې بايد پر مشرف لګيدلي بنديزونه لرې شي او هغه هر وخت کولای شی، چې بهرنيو هېوادنو ته سفر وکړي.

اسلام اباد کې اوس هم يو شمېر مهمې کړۍ دا وايي، چې د مرکزی حکومت يو لوړپوړي وزير پوځي چارواکو ته ډاډ ورکړی و، که محکمه له پرويز مشرف څخه بهر ته د تلو بنديز پورته کړي، نو دوی به جنرال مشرف ته اجازه ورکړي، چې له هېواده بهر ولاړ شي؛ مګر کله چې د سند مرافعې محکمې پرېکړه راغله، نو مرکزي حکومت نه يوازې دا چې د محکمې پرېکړه يې سترې محکمه کې چيلينج کړه، بلکې د سند د مرافعې محکمې د پرېکړې پر ضد يې وويل، چې دوی به هيڅکله مشرف ته اجازه ورنکړي، چې له پاکستانه ووځي.

دا پرېکړه لومړي وزير ميانوازشريف په خپل سر کړې وه او حتا د کورنيو چارو وزير يې هم نه وه خبر کړی. پوځي چارواکو چې مياصیب ته د حکومت وعده ور ياده کړه، نو نوازشريف وويل، چې ما خو داسې وعده چاسره نه ده کړې.

دغه مهال وعده کوونکي وزير څخه وپوښتل شو، نو هغه هم ډېر وشرمېده او له هغې وروسته يې ميانوازشريف سره اړيکې خړې پړې شوې.

دوهمه پېښه شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د پلويانو پر ضد د پوځي عملياتو پرېکړه وه.

پوځ دغه عمليات د جون په ۱۳مه پيل کړل او حکومت د جون په ۱۵ اعلان وکړ، چې د طالبانو پر ضد يې پوځي عمليات پيل کړل.

له همدې ځايه يو شمېر کړيو ويل، چې پوځ نوموړي عمليات د حکومت له اجازې پرته پيل کړي دي.

پاکستان مسلم ليګ ق، تحريک انصاف او پيپلز ګوند اوس هم ادعا کوي، چې نوموړي عمليات د حکومت له اجازې پرته پيل شوي دي، مګر زما په ګومان دغه معلومات غلط دي. پوځ او حکومت دغه عمليات په ګډه پيل کړي دي.

د شمالي وزيرستان پوځي عملياتو عمران خان او علامه طاهرالقادري دواړه هېښ پاتې کړل او ګومان يې وکړ، چې د پوځ او حکومت تر منځ شخړې او تاوتریخوالی پای ته ورسيد او دوی اوس د حکومت پر ضد هيڅ نشي کولای. له همدې امله طاهرالقادري پاکستان ته د راتلو اراده وځنډوله او عمران خان هم د حکومت پر ضد خپل لاريونونه وځنډول.

دغه مهال د جون په ۱۷ نېټه د لاهور ماډل ټاون کې پوليسو د لاريون په ترڅ کې د طاهرالقادري پر پلويانو ډزې وکړې، څوارلس کسان يې ووژل او اتيا يې ټپيان کړل.

حکومت لپاره دا پېښه تر ټولو هېښوونکې او خطرناکه وه.

طاهرالقادري د جون په ۲۳ پاکستان ته راغی او عمران خان هم د جون په ۲۷ سيالکوټ کې د حکومت پر ضد د پراخو لاريونونو او مظاهرو اعلان وکړ.
او دې سره چودهري شجاعت، وراره يې، چودهري پرويز الهي او شيخ رشيد هم د حکومت پر ضد خپل فعاليت پيل کړ او پاتې نورې خبرې خو ستاسې مخته دي.

د لاهور ماډل ټاون د پېښې سره يوه بله پېښه هم وشوه.

د جون په ۱۷-۱۸ محمود خان اڅکزی کابل ته ولاړ. افغان ولسمشر حامدکرزي نوموړی شاهي ميلمه وباله او ښه پروټوکول يې ورکړ. د راتلو پر مهال يې محمود خان اڅکزي ته د ای ايس ای پر ضد يو شمېر اسناد ورکړل او نوموړي دا اسناد سيده ميانوازشريف ته راوړل.

لومړي وزير ميانوازشريف دغه اسناد اړوندو استخباراتي ادارو ته وسپارل.

پوځ د لومړي وزير او محمود خان پر دې کړنه خوابدی شوی او فکر کوي، چې حکومت د دې پر ځای چې پر خپلو استخباراتو باور وکړي، پر پرديو خلکو باور کوي. راتلونکو وروځو کې به د دغو خوابديو او تاوتريخوالي نتيجې وګورئ.

اوس راځو د عمران خان او طاهرالقادري احتجاجي ناستو ته او درېيم لوب څار «امپاير» ته… نور سبا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hamid

Granah hasay da geday de tahleel karai hahhaahaaha

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x