نړۍ

پاکستان: د سیاسي کړکېچ د هواري په موخه پوځ بالاخره مداخله وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۷مه ۱۳۹۳ل): پاکستان کې د روان لاریونونو څخه د راپيدا شوي سیاسي کړکېچ ته د پای ټکي کېښودلو لپاره بالاخره پوځ مداخله وکړه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف د عمران خان او طاهرالقادري سره د ازادۍ او انقلاب مارشونو په اړه کتلي دي.

راپور کاږي چې پوځ مشر د عمران سره تر یو نیم ساعت پورې ناسته درلودله او د طاهرالقادري سره یې ۴۰ دقیقې خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو د پوځ مشر ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي او داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د حکومت سره خبرې اترې یو ځل بیا پیل شي او پوځ د درېیمګري رول ادا کړي.

عمران خان له دغې لېدنې وروسته وویل چې نوموړي لوی درستیز ته ویلي تر هغه چې نواز شریف وي، په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه بې پلوي تحقیقات نشي کېدلی.

عمران خان زیاته چې جنرال راحیل شریف ورته وویل چې پوځ به په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه تحقیقاتو کې به بې پلوه لوبڅار (نیوټرل امپایر) وي.

عمران وايي چې پوځ دی په دې باوري کړ چې په ټاکنو کې د درغلیو څېړلو په اړه قضايي کمېسیون جوړ شي.

نوموړي یو ځل بیا په دې ټينګار وکړ چې تر هغې نوازشریف استعفا نه وي ورکړي، د دوی لاریون به روان وي.

عمران خان خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل چې «یواځې د لومړي وزیر استعفا پاتې نور موږ خپل مقصد ته نېږدې شوي یو. که زموږ غوښتنې ونه منل شي لاریونونو به د هېواد نورو برخو ته وغځول شي».

بل پلو صوفي وزمه مُلا طاهر القادري د لوی درستیز سره تر لېدنې وروسته په خبرو کې وویل چې نوموړي پوځ سره د انقلاب ټول ایجندا وڅېړله.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۳ ورځو کې نواز شریف ۲ ځل د پوځ له مشر سره کتلي او په وروستۍ ليدنو کې یې پریکړه کړې څو پوځ د درېیمګري رول ادا کړي.

لومړي وزیر نوازشریف ته نېږدې سرچېنې وايي چې جنرال راحیل شریف د نوازشریف په غوښتنه د عمران خان او طاهر القادري سره ولېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x