نړۍ

اردوګان د ولسمشرۍ لوړه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۷مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې پخواني صدراعظم رجب طيب اردوګان د ترکيې د دولسم ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د اردوګان د لوړې مراسمو ته د نړۍ ګڼ مشران او ډيپلوماتان راغلي وو.

د ترکيې نوي ولسمشر ترکي پارلمان کې د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې خپل هېواد به نور هم پر مخ بيايي او د هېواد د پرمختګ لپاره به اساسي قانون کې تغيير راولي.

اردوګان د لوړې د مراسمو پر مهال اعلان وکړ، چې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر احمد داود اغلو به د ترکيې نوی صدراعظم او د عدالت او پر مختګ ګوند مشر وي.

ښاغلی اوغلو د اردوګان له نژدې ملګرو او باوري کسانو څخه شمېرل کيږي.

اردوګان ۲۰۰۳ ـ ۲۰۱۴م کال پورې درې ځله د ترکيې صدراعظم ټاکل شوی وه او دا ځل يې په بشپړ اکثريت د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.

که ولسمشر رجب طيب اردوګان بل ځل لپاره هم ولسمشر وټاکل شي، نو د واک موده به يې د کمال اتاترک څخه هم اوږده شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x