افغانستان

طالبان: د قومندان په ګډون پنځلس عسکر تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږی ۶مه ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې تېره ورځ طالبانو په غور ولایت کې ۳۰ عسکر او اربکیان ونیول، دوی یو ځل بیا ادعا کوي چې د جوزجان په دوو ولسوالیو کې ۱۵ پولیس او عسکر ورسره یوځای شوي او په زرمت کې يې د ۴۰ عسکرو قومندان له دوه نورو عسکرو سره نيولی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهدلخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د جوزجان ولایت په خمآب او منګجک ولسوالیو کې د بېلا بېلو سیمو څخه د دوی د دعوت او ارشاد د کمېسیون په هڅو ۱۵ پولیس او عسکر چې اوس يې  دندې ترسره کولې له دوی سره یو ځای شول.

طالبانو ددغو ۱۵ کسانو نوم او پلار نوم هم رسنیو ته ليږلي دي. د طالبانو سره د یوځای شوو عسکرو کې یو هم د اربکیانو قومندان دی او نور عسکر دي.

مجاهد زیاتوي چې دغو کسانو ته یې اطمینان ورکړی چې د دوی لخوا به ورته هيڅ ستونزه نه پيښيږي خو دوی ترې دا ژمنه اخېستې چې بیا به د دوی په مخالفو لیکو کې نه دریږي.

ذبیح الله مجاهد همدا راز وايي چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ملي اردو د ۴۰ تنو عسکرو قومندان اسلم ګل یې له دوه عسکرو سره نیولی.

مجاهد زیاتوي چې قومندان اسلم ګل یې تېره شپه ناوخته د زرمت په سورکۍ سیمه کې له یوه عسکر سره نیولې چې اوس یې خوندي ځای ته انتقال کړی.

طالبانو چې په دې وروستیو کې عملیاتو کې د پاموړ تیزي راوستې زیات شمېر سیمې په کندوز، فاریاب، زابل، ننګرهار، هلمند او نورو ولایتونو کې نیولي او همدا راز سلګونو عسکر، پولیس او اربکیان ورسره یوځای شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x