افغانستان

کابل: د نورستان د سولې شورا رئیس ووژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۷مه ۱۳۹۳ل): د نورستان ولایت د سولې د ولایتي کمېټې رییس عبدالحلیم نورستانی بېګا ماښام په کابل کې ووژل شو.

د نورستان ولایت د سولې د ولایتي کمېټې د دار الانشاء رییس د پېښې پخلی کړی دی او ویلي يې دي چې نوموړی د ماښام لمونځ وروسته د کور پر لور روان و چې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

د نورستان والي هم د عبدالحلیم وژنه تایید کړې او ویلي دی چې د نوموړي د وژنې په تور یو کس نېول شوی دی خو امنیتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دغه پېښه د کابل ښار په قول آبچکان نومې سیمه کې د عبدالوکیل خان مسجد سره رامنځته شوه.

حاحي عبدالحلیم د تېرو څو کلونو راهیسې په نورستان ولایت کې د سولې د ولایتي کمېټې رییس و.

تر دې مهاله د عبدالحلیم د وژنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ کابل کې د نورستان ولایت لسګونو کسانو د کامدیش ولسوالۍ په کشتوز باندې د امریکایانو د هغې بمبارۍ پر ضد چې ۵۰ ملکي وګړي په کې شهیدان شوي وو، مظاهره وکړه. دوی له دولته غوښتل چې د ولسي وګړي محکمې ته کش کړي او د نورستان والي له دندې ګوښه  کړي.

د یادونې وړ ده چې نورستان ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له مرکزونو پرته ټولې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او د زمري په ۲۹ يې د دوآب ولسوالۍ په بشپړه توګه ونیوله.

طالبان وايي چې دولتي ځواکونو تېره ورځ د دوآب ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پیل کړل خو دوی بېرته شاتګ ته مجبوره کړي.

دوآب ولسوالۍ د نورستان ولایت له ستراتیژیکو سیمو څخه حسابیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x