شعـــــرونه

د جمال الدین افغاني او د سعید حلیم پاشا د روحونو زیارت

دا یو موټې خاوره وړاندې لاړه په فضا کښې
تګ په تګ د خپلې تجلۍ په تماشا کښې

یا خو زه ګیر شوی یم په دام د هست و بود
یا زما په دام کښې، راګیر شوی دی وجود

څیره په فلک کښې او دا چاک به وي له ما نه
زه یم له افلاکو که افلاک به وي زما نه

یا خو دې فلک زما ضمیر دی راګیر کړی
یا زما بېدار ضمیر فلک دی را زېر کړی

پوه نه یم چې څه دي؟ څنګ دي؟ عقل مې حېران دی
زه یم په جهان کښې که په ما کښې دا جهان دی

لاړمه روان شومه په پر شوم بل آسمان ته
لاړم ور داخل شومه یو بل نوي جهان ته

دې جهان کښې هم غرونه، دشتونه، بحر او بر وو
دا زمونږ د خاورو له دنیا دیرینه تر وو

داسې یو جهان چې د ابرک نه جوړ پيدا وو
لاس نه د آدم تر اوسه پټ پاتې تنها وو

نه وو په تخته ئې د وجود لا څه نقشونه
نه وو څوک چې کړی ئې په فطرت اعتراضونه

ما وئیل رومي (رح) ته چې دا څنګه ښه صحرا ده
څه ښکلی په غره کښې رواني ئې د دریا ده

ورک د دې دنیا نه چې د ژوند همه نشان دی
بیا راځي له کومه، دغه غږ چې د آذان دی

وی راته رومي (رح) چې «دا مقام د اولیاء دی
دا جهان زمونږه د دنیا سره اشنا دی

کوم وخت چې آدم وو د جنته راوتلی
پاتې وو دوه ورځې، دې عالم کښې غم ځپلی

دا بختور ځای دی، بختور ئې زائران دي
واړه صاحبان د مقاماتو دي پاکان دي

پاک خلق راځي لکه فضیل او بو سعید
واړه عارفان لکه جنید او بایزید

پاڅه چې دا نمونځ د جماعت خو په لاس راشي
دا سوزو ګداز څه یو ساعت خو په لاس راشي»

ورغلو، کتل مو، دوه سړی وو په قیام
تُرک ئې مقتدي وو، افغاني ئې وو امام

پير د روم چې تل وي په حالت کښې د حضور
مخ ئې شو روښانه په ډېر ذوق او په سرور

وی چې «مشرق داسې دوه نور نه دي زیږولي
نوک ئې د تدبیر چې زمونږ غوټې پرانستلي

دا جمال الدین دی چې سید دی د ساداتو
ژوند ئې د ګفتار نه حاصل کړی کائناتو

دا دویم د تُرکو دی سالار حلیم دردمند دی
فکر د هغه د خپل مقام په څېر بلند دی

دوه رکعته دوی سره کول عظیم طاعت دی
اوګڼړی خو کار دی چې بدل ورله جنت دی»

ښه ښکلی قرأت د دې سپين ږیري بلا نوش
وی ئې چې والنجم او هغه دشت ورته خاموش

دا رنګې قرأت وي چې خلیل ورباندې مست شي
بیا سپیڅلی روح د جبرائیل ورباندې مست شي

زړه پرې د سینو دننه مست شي ناقلار شي
شور د الاالله پرې له قبرونو رابیدار شي

تور لوګي له هم یو اضطراب د شعلې ورکړي
زړه له خپله سوزه د داؤد په شان خبر کړي

هر هغه چې غیب وي له قرأته ئې عیان شي
واړه راښکاره ترې حکمتونه د قرآن شي

پس له نمونځه زه له خپله ځایه پاڅېدمه
ښکل مې کړل لاسونه د هغه چې ورغلمه

وی ورته رومي چې «دا بڅری جهان ګرد دی
پټ د ده په زړه کښې یو جهاد د سوز او درد دی

ډوب دی په خودي کښې د خپل ځان په ننداره دی
چا ته ئې خپل زړه ورکړی نه دی آزاده دی

کاندې په لټون د کائنات کښې ډېر مښود
ځکه له شوخۍ زه ورته وایم زنده رود» [1]

—-

[1] د اقبال جاویدنامه (پښتو ژباړه) د امیر حمزه شنواري له قلمه. اقبال اکیډمي کراچۍ، پيښور پبلک آرټس، ۱۹۶۷، مخونه ۶۳-۶۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x